کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۳): د ا.ا د یوې موثقې سرچینې معلوماتو له مخې، په حکومت کې د ښځينه کارکوونکو ټول شمېر ۸۶ زره او ۴۹ ته رسېږي چې له دې ډلې ۱۷۶ یې بالمقطع او ۷۹۵۱۹ رسمي او برحاله کارکوونکې دي او ۶۳۵۴ نورې کارکوونکې په کورونو کې خپل معاش ترلاسه کوي.
د راپور مهم ټکي:
- حکومتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر څه باندې ۸۶۰۰۰ کسانو ته رسېږي.
- ښځينه کارکوونکې خوښې دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.
- په کور ناستې کارکوونکې چې هره میاشت ۵۰۰۰ افغانۍ معاش اخلي: موږ ته دې هم په پخواني معاش د کار زمینه برابره شي
- په ۱۳۹۹ کال کې د ملکي خدمتونو ښځینه کارکوونکو شمېر نږدې ۱۰۷ زره ته رسېده.
- ځینې سرچینې په حکومتي ادارو کې د لا ډېرو ښځو جذبېدو له احتماله خبر ورکوي.
- کارپوهان: په حکومت کې د ښځو کار مهمه اړتیا ده او باید شمېر یې ډېر شي.
- کارپوهان: په حکومتي ادارو کې د ښځو د جذب ډېرېدو لپاره دې نړۍواله ټولنه مرسته وکړي.
د ا.ا یوې کره سرچینې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په حکومت کې د ښځینه کارکوونکو شمېر په ټوله کې ۸۶ زره او ۴۹ ته رسېږي چې له ډلې یې ۱۷۶ بالمقطع او ۷۹۵۱۹ یې رسمي برحاله کارکوونکې دي او ۶۳۵۴ نورې په کورونو کې خپل معاش ترلاسه کوي.
یادې سرچینې دغه معلومات د مالیې وزارت د ثبت شوو امارو پر بنسټ پژواک ته ورکړي؛ مالیې وزارت په دې اړه پژواک ته معلومات ور نه کړل.
یاده سرچینه د جزئیاتو له ورکولو پرته وايي چې پخ یاد شمېر ښځو کې د ملکي او نظامي ادارو کارکوونکې شاملې دي.
سرچینې د کارکوونکو د میاشتني معاش د اندازې په اړه معلومات ورنه کړل، خو ویې ویل، ۶۳۴۵ ښځینه کارکوونکې په کورونو کې دي او دفترونو ته نه ځي، هره یوه د میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي.
دغه شمېر (۶۳۴۵) ښځينه کارکوونکې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته کورناستې شوې دي، پاتې مېرمنې چې په حکومتي ادارو کې کار کوي، د نارینه کارکوونکو په څېر معاش اخلي او د هرې یوې معاش د خدمت معیاد او د بست په پام کې نیولو سره توپیر کوي.
د معلوماتو له مخې، د ملکي خدمتونو کارکوونکو معاش له نورو امتیازاتو پرته چې لري یې، له پنځو تر څه باندې دېرش زره افغانیو ته رسېږي.
ښځينه کارکوونکې خوښې دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې
هغه ښځې چې اوسمهال په حکومتي ادارو کې کار کوي، خوښي څرګندوي چې د کار زمینه ورته برابره ده او له اسلامي امارته غواړي چې نورو ښځو ته هم دغه زمینه برابره کړي.
د کابل ښار د خیرخانې لومړۍ حصې اوسېدونکې مرسل ګوهري چې د دیني علومو برخه کې ليسانس لري او اوس د کابل ښار د خیرخانې د ۳۱۵ پنځمې پروژې لېسه کې د ښوونکې په توګه د میاشتې پر لس زره افغانۍ معاش کار کوي وايي: «دا چې کار کوم او د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې برخه اخلم، ډېره خوشاله یمه، زه ښوونکې یم، د شرعي حجاب په مراعاتولو خپلې دندې ته ځم او دغه ډول نورې ښوونکې هم د شرعي حجاب په مراعاتولو ښوونځي ته راځي.»
ګوهري زیاته کړه: «له اسلامي امارت مو غوښتنه دا ده چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړل شي څو د متوسطه او لېسو دورو ښوونکې هم خپلو دندو ته راشي.»
ورته مهال، د مالیې وزارت د خزاینو ریاست کارکوونکې نظیفه وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې تر څه وخته یوازې حاضري امضا کوله او معاش یې اخیست خو اوس دندې ته ځي او د میاشتې ۹۵۰۰ افغانۍ معاش اخلي.
هغه وايي: «الحمدالله، څه وخت کېږي چې موږ ته د کار خوندي چاپېریال برابر شوی او اوس خپل کار ته ځو.»
هغه څرګنده کړې چې خپله او نورې همکارانې یې چې مخکې یې هم شرعي حجاب مراعاتاوه، اوس یې هم مراعاتوي؛ ځکه چې د حجاب رعایتول پر ټولو مسلمانو مېرمنو باندې فرض دی.
د ښځو چارو مخکني وزارت یوه کارکوونکې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې ذکر شي، هم وايي چې د ۱۴۰۰ کال له تحول وروسته یې دنده له لاسه ورکړې خو معاش یې ترلاسه کاوه، نږدې څلور میاشتې مخکې د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې ګومارل شوې او کار یې پیل کړی دی.
هغې زیاته کړه: «وروسته له دې چې دنده مې له لاسه ورکړه، د ناهیلۍ احساس مې کاوه او فکر مې کاوه چې شاید له کاره منفکه شم، څه باندې دوه کاله تلم، حاضري مې امضا کوله او معاش مې اخیست خو سږ کال په پسرلي کې یې د حاضرۍ له امضا کولو هم منع کړو او درې میاشتې معاش مو وانه خیست، تر دې چې د اوړي به وروستیو کې یې موږ بېرته کار ته وغوښتو.»
د هغې په خبره، په یاد وزارت کې مېرمنې په فني او حرفوي، د نجونو په دارالایتام، کودکستانونو او نورو برخو کې اړتیاوو ته په کتو جذب شوې دي.
هغه هم هیله لري چې نورو ښځینه کارکوونکو ته چې اوسمهال په کورونو ناستې دي، د کار خوندي چاپېریال برابر او دندو ته وغوښتل شي.
کورونو کې ناستې کارکوونکې: موږ ته دې په مخکني معاشونو د کار زمینه برابره شي
هغه ښځینه کارکوونکې چې په کورونو کې دي خو ۵۰۰۰ افغانۍ معاش اخلي، له حکومته غواړي چې دوی ته د کار زمینه مساعده کړي څو کار وکړي او معاش ترلاسه کړي.
یوه مېرمن چې نه غواړي نوم یې په راپور کې ذکر شي، د اطلاعات او فرهنګ وزارت کارکوونکې ده او په کور کې هره میاشت ۵۰۰۰ زره افغانۍ معاش ترلاسه کوي.
هغه وايي: «زه د خپلې کورنۍ سرپرسته یم، که له هېواده بهر د خپلوانو او دوستان مرسته نه وي، هیڅ امکان یې نه درلود چې پنځه زره افغانۍ مو بس شي؛ ما د پخواني حکومت له سقوط مخکې ۱۷ زره افغانۍ معاش درلود چې د شپې او ورځې چاره مو پرې کېده.»
هغې وویل: «له حکومته مو غوښتنه دا ده چې موږ ته دې په پخواني معاش او امتیازاتو د حضوري کار زمینه برابره کړي.»
یو شمېر نورو کورناستو ښځینه کارکوونکو هم له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ورته غوښتنه کړې ده.
د حکومت ادارو ته د ډېرو مېرمنو د جذب احتمال
د احصایې او معلوماتو ادارې د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د ملکي خدمتونو د ښځینه کارکوونکو شمېر ۱۰۶۸۶۹ کسانو ته رسېده.
د شته شمېرو له مخې، حکومتي ادارو کې د ښځینهوو شمېر د ۱۳۹۹ لمریز کال په پرتله کم شوی خو د ځینو سرچینو په وینا، اوسنۍ اړتیا ته په کتو به په دولتي ادارو کې د ښځو شمېر ډېر شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي چې اوسمهال په دغه وزارت کې په بېلابېلو برخو کې ۱۹۹۵ ښځې په کار بوختې دي. د هغه په خبره، دغه ښځې په مرکز او ولایتونو کې د جنایي، کشفي، خدماتي، پاسپورټ او بایومټریک برخو کې کار کوي.
قانع وایي: «اړتیاوو ته په کتو ښایي په دغه وزارت کې د ښځو کارکوونکو شمېر ډېر شي.»
د ښځو مخکني وزارت یوه کارکوونکې هم د ښځو د ګومارنې په اړه خبره کوي.
هغې چې ویې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، په ۱۴۰۰ کال کې له بدلون وروسته په کور کېنول شوې، خو تنخوا یې ترلاسه کوله او شاوخوا څلور میاشتې مخکې د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې مقرره شوې ده.
هغه وایي: «واقعاً موږ ته مصون کاري چاپېریال چمتو شوی، پخوانۍ همکارانې مې یو په بل پسې کار ته جذبېږي، ډېره خوشحاله یم.»
په احتمالي توګه د ملکي خدمتونو ډېری کارکوونکي ښځې معلمانې جوړوي
پوهنې وزارت د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې په وروستیو کې ویلي چې د شته ښوونکو ترڅنګ به له یوه تر دوو کلونو پورې ۶۹۰۳۹ نوي ښوونکي جذب شي چې له دې ډلې به ۳۷۳۸۲ ښځې وي.
ومو غوښتل د پوهنې له وزارته د ښځینه او نارینه کارکوونکو نوی شمېر ترلاسه کړو خو دغه وزارت تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي راکړي.
کارپوهان: په حکومت کې د ښځو کار یوه اړتیا ده او باید شمېر یې ډېر شي
د ښځو د حقونو یوه فعاله سوسن رحمتي په حکومت کې د شته ښځینه کارکوونکو شمېر وستایه او وایي چې په حکومتي ادارو کې نسبت مخکني حکومت ته د ښځو شمېر کم شوی چې باید ډېر شي؛ ځکه چې په دغو ادارو کې د ښځو کار یوه اړتیا ده.
هغې د ښځینه کارکوونکو د شمېر کموالي په اړه وویل، د دې لامل دا دی چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې له بدلون وروسته یو شمېر ښځې چې په حکومتي ادارو کې په کار بوختې وې، هېواد یې پرېیښی، ځينې ادارې د اسلامي امارت د تصمیم پر اساس له نورو ادارو سره مدغم شوې چې د هغو یو شمېر کارکوونکي نورو ادارو ته جذب او یو شمېر یې جذب ته منتظر دي.
هغې د مثال په توګه وویل: «د ښځو چارو وزارت له اداري جوړښت حذف شوی او یو شمېر دولتي ارګانونه چې د فعالیت اړتیا یې نه وه، منحل شوي، دا تغییرات د دې لامل شوي څو یو شمېر ښځې او نارینه خپلې دندې له لاسه ورکړي.»
هغې وویل چې په حکومتي ادارو کې د نارینهوو او ښخینهوو کارکوونکو زیاتولو لپاره اړتیا ده چې کافي بودجه موجوده وي، په دغه وضعیت کې چې افغانستان له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، تر اوسه د هېواد ارزي سرچینې کنګل دي او نړۍوالې مرستې کمې شوې، دې موخې ته رسېدل یو څه ستونزمن دي.
نوموړې له نړۍوالې ټولنې غواړي چې په حکومتي ادارو کې د زیاتو ښځو جذبولو لپاره مرستې ځانګړې او زیاتې کړي.
ورته مهال، د اقتصادي چارو یوه کارپوه نصیراحمد رښتیا هم په ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو او د ټولنې د ودې لپاره د ښځو حضور حیاتي بولي.
هغه وویل چې ښځې په ټولنه کې د نارینهوو د اقتصادي شریکانو په توګه مهم رول لري او د هغو نشتوالی د کورنیو او هېواد اقتصاد ته ډېر زیانونه اړوي.
رښتیا وایي چې اسلامي امارت باید ښځو ته مناسب کاري او تحصیلي چاپېریال برابر کړي څو هغومی وکولای شي په ټولنه کې فعال رول ولوبوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP