کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د تېر ۲۰۲۴ میلادي کال په ۱۱ میاشتو کې د هېواد په کچه روغتیايي مرکزونو کې د زېړي ناروغۍ ۱۴ زره او ۷۰۰ شکمنې پېښې ثبت شوې چې له امله یې ۱۴۰ کسان مړه شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته په مرکه کې د دغه مطلب څرګندولو ترڅنګ وویل چې وړم ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د زېړي ناروغۍ ۱۶ زره او ۷۰۰ مشکوکې پېښې ثبت شوې وې چې له دې ډلې د دې ناروغۍ له امله ۱۱۲ کسان مړه شوي دي.
هغه وویل، زېړی چې بېلابېلو ډولونه لکه هپاتیت بي (HBV) یا تور زېړی، هپاتیت اې (HAV) زېړی او هپاتیت سي (HCV) زېړی دی چې په افغانستان کې ډېری خلک په (بي) او (اې) زېړي اخته کېږي.
هغه د دې ناروغۍ په اړه د خلکو پوهاوی مهم بولي او وايي، هڅه کوي چې د عامه پوهاوي پروګرامونو پیلولو ترڅنګ په روغتیايي مرکزونو کې د زېړي د درملنې څانګې هم زیاتې کړي.
نوموړي زیاته کړه: «موږ په ولایتي روغتونونو کې انتاني څانګې لرو چې په هغو د زېړي له امله د ینې د میکروبي کېدو درملنه کېږي؛ خو په کابل کې یو تخصصي انتاني روغتون لرو، هغه ناروغان چې په ولایتونو کې یې درملنه نه کېږي، کابل ته راوړل کېږي او درملنه یې کېږي.»
زېړی څه ډول ناروغي ده؟
کابل ښار د انتاني ناروغیو د ملي او تخصصي روغتون ټرېنر متخصص فریدالله عمري وايي، زېړی یو ډول کبدي یا د ینې ناروغي ده چې د انسان په بدن کې د بیلي روبین (د ینې د ترشحاتو) کچې لوړېدو له امله رامنځته کېږي او د انسان د رنګ ژېړېدو، سترګو او مخاطي غشاوو د سپینوالي لامل ګرځي.
هغه زیاته کړه چې ګنګسیت، بېاشتهايي، د خېټې د ښۍ خوا درد، سپکه تبه، زړه بدوالی، د میتیازو د رنګ بدلون او د پوست او سترګو سپنوالی د زېړي ناروغۍ له نښو دي.
هغه وویل چې ارثیت، ویروسونه، معافیتي او صفرايي ناروغۍ او له الکولو استفاده د زېړي پر ناروغۍ د اخته کېدو لاملونه کېدای شي او ځیني مهال پرې د اخته کېدو علت نه معلومېږي.
سرچینې ریاته کړه: «ډېری پېښې چې موږ یې روغتون کې لرو، ژېړ او تور زېړی دی چې د وینې له لارې انتقالېږي.»
د هغه په خبره، په سینګارتونونو او سلمانیو کې د څو کسانو لپاره له یوې پاکۍ یا پلې او د غاښو په کلینیکونو کې له یوې ستنې استفاده ښايي د بېلابېلو ویروسونو لېږدېدو لامل شي او تور زېړی له ناروغه روغ کس ته انتقال شي.
نوموړي پر وخت تشخیص او درملنه اړینه وبلله او ویې ویل چې د شخصې حفظ الصحې رعایت او د واکسین تطبیق د یادې ناروغۍ د سرایت مخه نیسي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، هره ورځ پر زېړي اخته شاوخوا ۶۰ کسان یاد روغتون ته مراجعه کوي چې له ډلې یې ۳۵ کسان د بستر وي او دغهراز، په دوو اونیو کې یو ناروغ مړ کېږي.
ورته مهال، د کابل ښار د ماشومانو اندراګاندي روغتون د داخله برخې مسوول ډاکټر محمدعارف حسنزي وویل چې زیړی بېلابېل ډولونه لري.
د هغه په خبره، ماشومان هم په بېلابېل ډول د زېړي په ځانګړې توګه پر (سي) یا سپین زېړي اخته کېږي او عامل یې ویروس دی چې د ناروغ کس د ککړو وسایلو له لارې سالم کس ته انتقالېږي، د یادې ناروغۍ علایم په کابو ټولو ډولونو کې سره ورته دي.
نوموړي هم د سترګو او جلد زېړوالی، لړزه او تبه، د ادرار د رنګ بدلون، بېاشتهایي، زړهبدوالی او د نس درد د دې ناروغۍ علایم وبلل.
هغه سپارښتنه وکړه چې د یادې ناروغۍ مخنیوي لپاره باید په جدي توګه حفظالصحه مراعات شي، پر زېړي د اخته کس وسایل باید د کورنۍ له نورو غړو بېل وي.
ډاکټر حسنزي له کورنیو وغوښتل چې خپل ماشومان د زېړي پر وړاندې واکسین کړي او د یادې ناروغۍ د نښو لیدو په صورت کې ناروغ ژر تر ژره روغتیایي مرکز ته بوځئ څو د ناروغۍ د پرمختګ مخه ونیول شي.
د انتاني او اندراګاندۍ روغتون ناروغان د دغه روغتون له خدمتونو خوښي څرګنده کړه.
د کابل ښار د دهسبز اوسېدونکی عبدالغفار چې دوه کلن لمسی یې په یاد روغتون کې بستري دی وايي: «لمسي مې ډېره تبه درلوده، د ادرار رنګ یې بدل شوی و، سترګې یې زېړې وې، ډاکټر ته مو یووړ، درمل یې ورته ورکړل، کله به یې چې درمل خوړل، ښه به و چې نه به یې خوړل، بیا به تبې نیوه، بیا مو د صحت طفل روغتون ته راووړ، ډاکټرانو وویل چې زېړی لري او بستر یې کړ.»
د هغه په خبره، لمسی یې له دوو ورځو راهیسې بستري دی او اوس یې روغتیایي وضعیت ښه شوی دی.
ورته مهال، د کندوز اوسېدونکی نورالله چې د کابل ښار په انتاني روغتون کې بستر دی وايي: «دا چې زېړی مې درلود، دغه روغتون ته راغلم، پنځه ورځې کېږي چې دلته بستر یم، اول چې راغلم وضعیت مې ډېر خراب و.»
سرچینې زیاته کړه: «اول د کندوز روغتون ته لاړم خو هلته ښه نه شوم، بیا کابل ته راغلم او انشاءالله د ډاکټر صاحبانو په همکارۍ مخ په ښه کېدو یم.»
نوموړي وویل، کله چې پر زېړي اخته شوی و، ډوډۍ یې سمه نه شوه خوړلای، زړه بدوالی او ګنګسوالی یې درلود او څېره یې زېړه شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP