Language

جلال‌اباد ښار کې د يوه سړک پخولو چارې پيل شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳): د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ښار اوومه ناحیه کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د يوه سړک پخولو چارې پيل شوې.

مسوولین وايي، د دغه سړک له جوړېدو سره به د اوومې ناحیې اړوند دوه سړکې څلورلارې سیمه کې ګڼه‌ګوڼه کمه شي.

د جلال‌اباد ښاروالۍ مرستیال مولوي محمداسحاق سعید د دغه سړک پخولو د چارو د پيل پر مهال وويل چې د ښاروالۍ له بودجې یې د ۱۲ ميليون افغانيو په لګښت د يوه سړک قير کولو چارې پيل کړې.

دی وايي، په دې پروژه کې د ۴۹۰ مترو په اوږدوالي او اوو مترو په سور د سړک، د سړک یوې غاړې ته د ۴۹۰ متره ویالې، یوه پلچک او ۱۲۰ متره ګلدان جوړول شامل دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د یاد سړک له جوړېدو سره به په یاده سیمه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او خلکو ته به لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

بل لور ته د سیمې اوسېدونکو هم د دغه سړک جوړېدو ته خوښ دي.

د اوومې ناحیې اړوند د نظراباد سیمې يو اوسېدونکی شېراغا وايي چې په دوه سرکې سیمه کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې سهار او ماښام به د ګڼې ګوڼې له امله خلک ډېر کله ساعتونه بند پاتې وو؛ خو د دغه سړک له جوړېدو سره به ستونزه حل شي.

د جلال‌اباد ښاروالۍ مسوولین وايي، د دې پروژې له ساختماني چارو او کيفیته په جدیت نظارت کېږي او هيڅ ډول تقلب ته به اجازه ورنه کړل شي.