Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې یو شمېر خلک د سون‌توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي

ګردېز (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۳): د پکتیا یو شمېر خلک وايي چې په دې ساړه ژمي کې د سون‌لرګیو بیې لوړې شوې او دوی یې د پېرلو وس نه لري.

هغوی له حکومت او خیریه بنسټونو غواړي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

په دې اړه د مرکز ګردېز يوه اوسېدونکي صاحب‌ګل چې په يوه کرايه کور کې ژوند کوي، پژواک ته وویل، ژمی دی، هوا سړه ده، د لرګیو نرخونه لوړ دي او دوی یې د اخیستو توان نه لري.

هغه دغه راز زياتوي چې د يخنۍ له امله يې ماشومان د سينه بغل پر ناروغۍ اخته شوي دي.

د نوموړي په خبره: «زه اوس په دې کور کې چې يم، دا هم کرايي کور دی، د کرايې د ورکړې وس هم نه لرم، د نهو مياشتو کرايه راباندې اوښتې، زما د کور ماشومان ټول سینه بغل دي، خو دومره شی نه لرم چې بل یې کړم نو له زياتو مشکلاتو سره مخ يو.»

دغه راز، د ګردېز ښار يوه بل اوسېدونکي عبدالله هم وويل چې دا مهال په ګردېز کې هوا سړه ده خو دوی د دې توان نه لري د کورونو تودولو لپاره سون‌توکي وپېري.

د یاد ولایت یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او په دې برخه کې یې د حکومت او مرستندویه ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز، پکتيا کې د لرګيو یوه پلورونکي شين‌ګل پژواک ته وويل چې له غرونو د لرګيو پر راوړلو بنديز لګول شوی نو ځکه یې نرخونه هم لوړ شوي دي.

هغه وويل، تېر کال يو خروار لرګي تر اته زره افغانيو پلورل کېدل خو سږ کال یې بیه ۱۱ زره افغانیو ته لوړ شوې ده.

هغه زیاته کړه چې یو ټن د ډبرو سکاره بیا په ۱۳۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې له تېر کال سره ډېر توپېر نه لري.

بل لور ته، د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس ثواب‌جان اسلاميار وويل چې د بې‌وزلو کورنيو د لاسنيوي لپاره ولايتي اداره خپلې هڅې کوي.

هغه ډاډ څرګند کړ چې د همکارو بنسټونو پر مټ به له بېوزلو کورنیو سره د ژمنيو او بشري مرستو برخه کې اړينې مرستې وشي.

هغه وايي: «دا چې پکتيا کې ژمی سوړ وي او هوا ډېره يخه وي، نو دلته د خلکو سون‌توکو ته اړتيا ډېره وي، نو د اړمنو سروې شوې ده، وخت په وخت به ورسره مرسته کېږي، هغه که سون‌توکي دي، هغه که خوراکي او پوښاک برخه کې مرستې دي، دا ورسره کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکو د سون‌توکو د بیو له لوړېدو شکایتونه کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.