کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۳): د تېرې شنبې په پرتله نن کابل ښار کې د نفتي توکو، روسي سرو زرو او بورې بیې لوړې خو د قزاقي اوړو او مالیزیايي غوړو بیې ټیټې شوې دي.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۵ اعشاریه ۲۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۶۰ افغانیو بدلېږي.
په داسې حال کې ده چې د روان کال د سلواغې میاشتې په ۶مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۶ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۶۵ افغانیو تبادله کېدې.
حاجي محمدحسین وویل چې د مرکزي بانک له لوري د ډالر ډېر لیلامول د افغانۍ ارزښت لوړېدو لامل شوی دی.
د خوراکي توکو بیې
کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې د ۷ ورځو مخکې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۴۵۰ نه ۱۴۰۰ افغانیو، د ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړو بیه له ۱۹۰۰ نه ۱۸۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
صافي زیاته کړه چې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړېدو له امله کابل ښار کې د یادو توکو بیې ټیټې شوې دي.
خو هغه وویل چې د وارداتو کمېدو له امله نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۶۰۰ نه ۲۶۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې نن هم لکه تېره شنبه په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۷۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۹۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د نفتي توکو بیې
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېټر پټرولو بیه له ۶۲ نه ۶۵ افغانیو او د یو لېټر ډیزو بیه له ۶۲ نه ۶۶ افغانیو ته لوړه شوې ده.
دغه راز، د کابل ښار په کلولهپشته کې د محمدشریف په نوم ګاز پلورونکي وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یوه کیلوګرام ګاز بیه له ۵۶ نه ۵۸ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د یادولو ده چې په نړۍوالو بازارونو کې د نفتي توکو د بیو لوړېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د دغو توکو بیې لوړې شوې دي.
د سرو زرو بیې
کابل ښار کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وايي چې نن هم لکه اووه ورځې مخکې یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۵۵۰۰ افغانیو پلوري.
خو هغه وویل چې نن تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۳۵۰ نه ۴۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغه له بیو سره تړاو لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP