کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۳): سیګار په یوه تازه راپور کې ادعا کړې چې په افغانستان کې ځینې بهرنۍ ډلې فعالیت لري خو ا.ا دغه څرګندونې ردوي او وایي چې په افغانستان کې هيڅ بهرنۍ ډله شتون نه لري.
د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي دفتر (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د داعش، ټيټيپي او القاعده فعالیت د اندېښنې وړ دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز پيغام کې ویلي چې په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون نه لري او په اړه یې چې د سیګار راپور کې کومې خبرې راغلې، حقیقت نه لري او اسلامي امارت یې ردوي.
دی زیاتوي: «البته داعش ډله چې د امریکایي اشغال پر مهال یې په افغانستان کې ځینې سیمې ولکه کړې وې او له هغه مهاله په افغانستان کې پاتې وه، خو د افغانستان اسلامي امارت د ځواکونو له لوري ځپل شوې او قوت یې له منځه تللی دی.»
دی وایي، د داعش د ګوتو په شمېر کسان که پاتې وي، هغه هم په پټه او متواري حالت کې فعالیت کوي او تحرکات یې د کشفي ارګانونو له لوري څارل کېږي.
د ده په خبره، د یادې ډلې ځپلو لپاره کافي امنیتي ځواکونه شته او په دې اړه موثر ګامونه اخیستل شوي دي.
فطرت ویلي، داعش په افغانستان کې تهدید بلل او په غیرمستقیم ډول یې «بزرګنمایي» یوازې د دې ډلې لپاره کمپاین دی چې باید څوک یې ونه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP