کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۳): راپورونه وايي چې په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې په دوو جلا پېښو کې ۲۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د بيبيسي د راپور له مخې، دا پېښې تېره ورځ شوې دي.
راپور کې راغلي، د خيبر پښتونخوا د دېره اسماعيل خان په درابن کې په یوه بمي چاودنه کې د څلورو امنيتي سرتېرو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.
د راپور له مخې، له دې مخکې د بلوچستان د قلات ولسوالۍ په منګوچر سیمه کې له وسلهوالو سره په نښته کې د لږ تر لږه ۱۸ پاکستاني سرتېرو وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د پاکستان پوځ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو دا شمېرې تایید کړې او ویلي یې دي چې په نښته کې د دوی په ټکو «۱۲ ترهګر هم وژل شوي دي.»
په خبرپاڼه کې راغلي: «وسلهوالو د منګوچر سیمه کې د سړک بندولو هڅه کوله چې امنیتي ځواکونو پرې عملیات وکړل او په پایله کې یې د ۱۲ ترهګرو ترڅنګ ۱۸ سرتېري هم وژل شوي دي.»
بيبيسي دغه راز لیکلي چې د دې پېښې مسوولیت د بلوڅ اورپکو یوې ډلې اخیستی دی.
د راپور د معلوماتو له مخې، تېره اونۍ هم په بلوچستان کې پر امنیتي پوستې وسلهوال برید شوی و چې د پاکستاني پوځ په وینا، «دوه سرتېري او پنځه بریدکوونکي» په کې وژل شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP