کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۳): د کابل ښاروالي وايي چې د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند کارته پروان سیمه کې د ۸،۴ میلیون افغانیو په لګښت د یوه فرعي سړک د کانکرېټ کولو چارې بشپړې شوې.
د کابل ښاروالۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه فرعي سړک د ښار د دویمې ناحیې کارته پروان سیمې د لومړي او دویم ګذر اړوند په غرنۍ سیمه کې جوړ شوی دی.
سرچینې لیکلي، دغه سړک چې ۸۴۰ متره اوږدوالی او څلور متره سور لري د لښتیو او د ۳۱۰ مترو په اوږدوالي او له دوه تر څلورمترو په لوړوالي استنادي دېوال په ګډون د ۸،۴ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې په معیاري توګه بشپړه شو.
سرچینې زیاته کړې، په راتلونکې کې به په یاده سیمه کې ورته نورې پروژې هم طرحه او پلې شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې هره ورځ شاوخوا ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP