Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خلیلزاد: پخواني افغان سیاستوال باید د ای‌اېس‌ای د لوبو مهرې ونه ‌ګرځي

کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که د پاکستان له استخباراتي چارواکو سره د افغانستان د ځینو پخواني سیاستوالو د لیدنې په اړه خپاره شوي راپورونه رښتیا وي، ښه نه دي شوي او هغوی باید د ای‌اېس‌ای د لوبو مهرې ونه ‌ګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر سرچینو په ترکیه کې د پاکستان له استخباراتي چارواکو سره د ځینو پخواني افغان سیاستوالو لکه عبدالرشید دوستم، صلاح‌الدین رباني‌، عبدرب الرسول سیاف، محمدمحقق او کریم خلیلي د لیدنې په اړه راپورونه خپاره کړي خو یادو افغان سیاستوالو او پاکستاني چارواکو دغه راپورونه نه دي تایید کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د پاکستان د ای‌اېس‌ای له چارواکو سره د افغانستان د ځینو پخوانیو رهبرانو چې اوس په ترکیه کې ژوند کوي، د لیدنې په اړه راپورونه خپاره شوي، که دا رښتیا وي، ښه نه دي شوي او د دې څرګندونه کوي چې ګواکې اسلام‌اباد غواړي له هغوی د تبلیغاتو او په افغانستان کې د وژنو او تاوتریخوالي پراخولو لپاره د ځوانانو جذبولو کې کار واخلي، په داسې حال کې چې خپله په تبعید کې هوسا ژوند لري.»

هغه لیکلي، یاد پخواني رهبران باید له دې ډېر وپوهېږي چې باید د ای‌اېس‌ای د لوبو مهرې ونه ‌ګرځي.

د هغه په خبره، احتمالاً د پاکستان امنیتي اداره غواړي له یادو رهبرانو او جذب کړي ځواکه «له طالبانو د امتیاز اخیستو او چنې وهلو د پاڼو په توګه کار واخلي او بیا یې خوشي کړي»‌ لکه څنګه چې مخکې له دوی یو شمېر نورو په مستقیم ډول دغه کار تجربه کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.