لښکرګاه (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۳): د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د برېښنایي پېژندپاڼو او زېږون کارتونو د چټک وېش او اړوند خدماتو په موخه د لومړي ځل لپاره د اسان خدمت مرکز پرانیستل شو.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې نن د یوې غونډې پر مهال د برېښنايي پېژندپاڼو او زېږون کارتونو د چټک وېش او اړوند خدماتو په موخه د لومړي ځل لپاره د اسان خدمت مرکز پرانیستل شو.
په دغه ولایت کې د احصایي او معلوماتو ملي ادارې مشر محمدرباني هېواد پژواک خبري اژانس ته وویل، هلمند کې له دې مخکې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش درې مرکزونه فعال شوي چې د دغه ولایت د خلکو غوښتنو ته رسېدنه نه شي کولای.
هغه زیاته کړه: «د دغه مرکز په پرانیستلو سره به د هغو خلکو ستونزې حل شي چې مخکي ورسره مخ وو. په دغه مرکز کې به هره ورځ ۲۵۰ کسانو ته خدمات وړاندې شي او په یوه اونۍ کې به خلک برېښنا پېژندپاڼې ترلاسه کوي.»
نوموړي دغه راز وويل، په پلان کې لري چې د دغه ولایت په ګرشک او ګرمسېر ولسوالیو کې هم د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه جوړ کړي.
ورته مهال، د اسان خدمت د تازه فعال شوي مرکز مدیر محمداکبر راز وویل، دغه مرکز دوه څانګې لري چې یوه به یې د نارینهوو لپاره او بله به یې د ښځو لپاره خدمات وړندې کوي.
هغه زیاته کړه: «دلته خدمات مختلف دي، د نورو مرکزونو په څېر دلته پرسونل او کارکوونکي زیات پر دندو ګومارل شوي او ټول مسلکي کسان دي او خدمات به په یوه صالون کې ترسره کېږي.»
بلخوا، هغه کسان چې د برېښنایي پېژندپاڼو ترلاسه کولو لپاره لښکرګاه ښار ته راغلي، د اسان خدمت مرکز په فعالېدو خوشاله دي او زیاتوي چې له دې سره اوس د دوی ستونزې کمې او له ډېرو لګښتونو به خلاص شي.
د باغران ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي رحمتالله چې لښکرګاه ښار ته د برېښنایي پېژندپاڼې اخیستو پسې راغلی وویل: «د باغران له ولسوالۍ راغلی یم، نن ۱۵ ورځې پوره شوې، پېژندپاڼه مې ترلاسه کړه، بېخي ډېر مصرف هم رانه وشو، اوس نو دا نوی مرکز چې خلاص شوی، له دې سره به کارونه اسانه شي.»
دغه راز، د لښکرګاه ښار یوه بل اوسېدونکي مولوي وليجان وویل: «د اسان خدمت مرکز په فعالولو سره خلک زیات خوشحاله دي، کوم خلک چې به مخکي د برېښنایي پېژندپاڼو جوړولو په هدف راتلل، هغوی به میاشتې تېرولې، نو اوس به هغه خلک له لګښتونو او نورو ستونزو خلاص شي.»
د یادونې ده، په هلمند کې له دې مخکې د برېښنايي پېژندپاڼو درې مرکزونه فعال شوي چې یو یې په موسیکلا ولسوالۍ او دوه نور په مرکز لښکرګاه کې دي.