د کابل ښار د مکروریانو اسان خدمت مرکز کې کونسلي خدمتونه پیل شول
د احصایې او معلوماتو اداره وایي، د لومړي ځل لپاره د کابل ښار د زړو مکروریانو د اسان خدمت په مرکز کې د بهرنیو چارو وزارت کونسلي خدمتونه پیل شول.
د احصایې او معلوماتو اداره وایي، د لومړي ځل لپاره د کابل ښار د زړو مکروریانو د اسان خدمت په مرکز کې د بهرنیو چارو وزارت کونسلي خدمتونه پیل شول.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اړوند د «اسان خدمت» دوه څانګې د عامه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو په موخه د کابل ښار په باغ بالا او زړو مکروریانو سیمو کې پرانیستل شوې.