کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او په چټکۍ د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ننګرهار کې د اسان خدمت مرکز پرانیستل شو.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي: «هېوادوالو ته د اسانتیا او په چټکۍ د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په ننګرهار ولایت کې آسان خدمت مرکز نن (پنجشنبه) د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.»
د ننګرهار د احصایې او معلوماتو رییس قاري عارفالله حنیف حمزه د ننګرهار خلکو ته د عامه خدمتونو د وړاندېکولو برخه کې د اسان خدمت مرکز پرانیستل مهم ګام بللی.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رییس عبدالقاهر حاجي ادریس ویلي، ټوله هڅه دا ده څو خلکو ته د عامه خدمتونو وړاندېکولو پروسې اسانې او چټکې شي چې د همدې موخې لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونو جوړول یې ښکاره بېلګې دي.
هغه زیاته کړې: «د خوښۍ ځای دی چې له تېرو څو کلونو راهیسې د اسان خدمت مرکزونو د جوړېدو پروسه له کابل څخه پیل شوې او یو شمېر نورو ولایتونو ته یې هم خدمتونه پراخ شوي چې دا دی نن یې موږ او تاسو په ننګرهار ولایت کې د یوه مرکز د پرانیستو شاهدان یوو.»
دی زیاتوي، په نږدې راتلونکې کې به په بلخ کې هم د اسان خدمت مرکز پرانیستل شي او ترڅنګ یې په فراه کې هم د اسان خدمت مرکز لپاره د ودانۍ د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي.
د سرچینې په حواله، دا مهال د اسان خدمت په مرکزونو کې په چټکه بڼه د برېښنايي پېژندپاڼو، زېږون کارتونو او د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه وړاندې کېږي او په راتلونکي کې به له اړوندو ادارو سره په همغږۍ ځینې نور عامه خدمتونه لکه پاسپورټ، جوازسیر، لایسنس، کورنیو او بهرنیو اتباعو ته د کار جواز وېش، د عدم مسوولیت فورم، د ټيایاېن یا تشخصیه نمبر فورم، د افغان اعلاناتو خدمتونه او د سترې محکمې د وثایقو خدمتونه هم په چټکه توګه تر یوه چتر لاندې هېوادوالو ته وړاندې شي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، اوسمهال په کابل کې د اسان خدمت څلور مرکزونه، په کندهار، خوست، هرات او هلمند کې یو – یو مرکز فعال دی او په نږدې راتلونکي کې به بلخ ولایت کې هم د اسان خدمت مرکز پرانیستل شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، بهر کې مېشتو افغانانو ته د لازمو اسانتیاوو په موخه په متحده عربي اماراتو کې هم د اسان خدمت یو مرکز فعال او هره ورځ خلکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP