Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې له شخصي کتاب‌پلورنځیو د پوهنې وزارت اړوند سلګونه ټوکه کتابونه ترلاسه شوي

پل‌علم (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۳) د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د استخباراتو ریاست کارکوونکو له لوري د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ له کتاب‌پلورنځیو د پوهنې وزارت اړوند د ښوونځیو سلګونه ټوکه کتابونه ترلاسه شوي دي.

د لوګر پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، د استخباراتو ریاست د قوانینو ساتنې او بررسۍ مدیریت له لوري د محمداغې ولسوالۍ په شخصي کتاب‌پلورنځيو کې ۱۱۴۵ ټوکه د پوهنې وزارت هغه کتابونه نیول شوي چې په شخصي کتاب‌پلورنځيو کي یې پلور منع شوی دی.

عرب زیاته کړه، پوهنې ریاست د یادو کتابونو د څېړنې لپاره یوه عاجله کمېټه ګومارلې ده، څو معلومه کړي چې د پوهنې وزارت د ښوونځيو کتابونه څنګه په شخصي کتاب‌پلورنځيو کې پلورل کېږي.

هغه وویل، ترلاسه شوي کتابونه د لوګر د پوهنې ریاست ته سپارل شوي او زیاتوي، هغه کسان به قانون ته وسپارل شي چې په غیرقانوني بڼه یې د ښوونځيو کتابونه په شخصي کتاب‌پلورنځیو پلورلي دي.

دغه راز د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وویل چې د پوهنې وزارت اړوندو کتابونو د پلور مخه باید ونیول شي.

هغه وايي چې د همدغه شان کړنو له مخې ډېری مهال زده‌کوونکي د کتابونو له کمښت سره مخ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې به کراتو د بېلابېلو ښوونځیو زده‌کوونکو د کتابونو او ښوونکو له کمښته شکایتونه کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.