Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې په تېرو درېیو کلونو کې راستنو شوو کډوالو کورنیو ته ۴۵۰ کورونه جوړ شوي

پلخمري (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۳): بغلان کې ځايي مسوولین وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو دغه ولایت ته څه باندې ۱۶ زره کورنۍ راستنې شوې چې له ډلې یې تر اوسه یوازې ۴۵۰ هغو ته کورونه جوړ شوي دي.

د بغلان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس محمدابراهیم عمري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو درېیو کلونو کې دغه ولایت ته له ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونو ۱۶ زره  ۲۳۲ کورنۍ ورستنې شوې چې له ډلې یې تر اوسه ۴۵۰ هغو ته د یو شمېر موسسو او بنسټونو له لوري کورونه جوړ شوي دي.

هغه زیاته کړه چې یوازې د روان لمریز کال په اوږدو کې بغلان ته له ایران او پاکستانه پنځه زره ۶۹۱ کورنۍ راستنې شوې دي.

د نوموړي په خبره: «له راستنو شوو کډوالو سره کومکونه شوي، یوازې سږ کال ۱۴۷ کورنیو ته کورونه جوړ شوي، نغدي او د خوراکي توکو مرستې هم ورسره شوې، دوه مکتبونه هم ورته جوړ شوي دي چې یو یې د خنجراباد مکتب او بل د مرکزي بغلان صلح شهرک کې جوړ شوی مکتب دی، دغه هر یو مکتب د ۲۷۴ زره ډالرو پروژه وه چې دواړه جوړ شوي او د دوو نورو مکتبونو ترمیم هم شوی دی.»

د هغه په خبره، په پلان کې لري یادو نورو کډوالو ته د کورونو جوړولو په موخه ځمکې ووېشي او د مرستندویه ادارو په ملاتړ ورته د کورونو جوړولو لړۍ پیل کړي.

ورته مهال، له ایرانه دغه ولایت ته تازه راستون شوی کډوال محب‌الله وایي، حکومت دې راستنو شوو کډوالو ته د سرپناوو ورکولو ترڅنګ هغوی ته کاري زمینه هم برابره کړي.

هغه زیاته کړه: «خپل کور نه لرم، په یوه کرایي کور کې اوسېږم، کار نشته، اوزګار یم، له امارته غواړم چې ما ته د کور او کاري فرصت برابرولو غم وخوري او اولادونو ته مې هم د کار او تعلیم غوښتنه کوم.»

د ضیاءالله په نوم د بغلان یوه بل اوسېدونکي چې له ایرانه راستون شوی وویل: «ځمکه او کور دواړه نه لرم، اسلامي امارت دې راته د اوسېدو لپاره کور راکړي، اولادونه لرم او معیوب هم یم، خو تر اوسه مرسته راسره نه ده شوې.»

د یادونې ده، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته له پاکستان او ایرانه بېرته راستانه شوي کډوال لا هم د سرپناه او نورو لومړنیو خدماتو برخو کې له ستونزو سره مخ دي او له حکومت او مرستندویه ادارو د مرستو غوښتنه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.