کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست کابل کې د ناروې له سفیر سره په لیدنه کې له نړۍوالو سره پر مثبت تعامل ولاړو اړیکو هرکلی کړی او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتې چې له افغانانو سره په اقتصادي وده او پراختیايي چارو کې همکاري وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په کابل کې د ناروې له شارژدافیر «پيرالبرټ الساس» سره لیدلي دي.
خبرپاڼه کاږي، دواړو لورو د سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د رامنځته شوو فرصتونو یادونه کړې او څرګنده کړې یې ده چې له نړۍوالو سره مثبت تعامل او پر متقابل احترام ولاړو اړیکو ته هرکلی وايي.
هغه زیاته کړه، د سیمې او نړۍ هېوادونه دې له افغانانو سره د اقتصادي ودې او پراختیایي چارو په برخه کې ښکېلتیا رامنځته کړي.
د خبرپاڼې په حواله، کابل کې د ناروې شارژدافیر په خپلو خبرو کې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه او له نشهیي توکو سره د افغان حکومت مبارزه مؤثره وبلله.
هغه زیاته کړې چې ناروې به له افغانستان سره خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکوي او فعالیتونه به یې دوام پیدا کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې لیدنې په پای کې د مثبت تعامل پر اړتیا ګډ بحث او خبرې وشوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو لاپراختیا ته هیله مندي وښودل شوه.