Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د لومړي ځل لپاره شین چای کرل شوی

خوست ښار (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۳): د خوست په ټنيو ولسوالۍ کې یو کروندګر وايي چې د لومړي ځل لپاره یې شین چای کرلی او پایله یې هم تر ډېره مثبته ده.

د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ یوه کروندګر رحمت ولي پژواک خبري اژانس ته وويل، څو میاشتې مخکې یې د شنو چایو د کښت تجربه کړې او دا مهال ورځ تر بلې د ودې په حال کې ده.

هغه باوري دی چې د شنو چایو کرکېله به د هېواد ګڼو نورو کروندګرو او خلکو ته د اقتصادي پیاوړتیا برخه کې اغېزناک تمام شي.

دی وايي: «دا مې له هند را غوښتی و، اوس مې کرلی دی دا دوه میاشتې کېږي چې ښه نتیجه یې ورکړې ده، دا تجربه ما خپله کړې ده، چا راته نه ده ښودلې، صرف تخم یې راته راوړ او ما خپله وکرلو. دوه درې ډوله مې کرلی دی، نور پلان هم ورته لرم او زه یې ګورم چې په کوم وخت ښه نتیجه ورکوي.»

رحمت ولي وايي، اړوندو ادارو ته په کار ده چې په خوست کې د شنو چایو د کښت پراختیا لپاره د بزګرانو ملاتړ وکړي او ترڅنګ یې نور کروندګر هم وهڅوي څو په خپلو ځمکو کې د شنو چایو کښت وکړي.

د هغه په باور، که اړوندې مسوولې ادارې په دې برخه کې همکاري وکړي، نو دا کښت لا پراختیا موندلی شي.

هغه زياتوي: «زه په دې ډېر باوري یم؛ ځکه چې تراوسه یې وده وکړه او ان‌شاءالله خپل هدف ته به رسیږي. دې ته ماشین، تخم، سرې او درمل په کار دي خو اصلي ضرور یې ماشین دی چې ماشین وي نو موږ کولی شو چې په خپل وطن کې د شین چای تولید ولرو.»

ورته مهال، د دغه ولايت يو بل کروندګرو رسول محمد بيا پژواک ته وويل، خوست د کرنې لپاره د آب و هوا له پلوه برابره سیمه ده، نو په کار ده چې کروندګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

هغه وايي: «هر ډول شی په خوست کې نتیجه ورکوي خو دلته څوک نه شته چې څه را وړي او ویې کرو. کوم څه چې زموږ تر نظر لاندې دي دا خو موږ کرو ښه نتیجه او حاصل ورکوي، که یو څه په دې سیمه کې تجربه شي هر څه نتیجه ورکوي، ښه هوا لري.»

په همدې حال کې د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس شېرمحمد ذبیح د شنو چایو د کرکیلې دا هڅه مثبته ګڼي او وايي چې په دې برخه کې به لا زیاتې څېړنې ترسره شي څو کروندګرو ته د شنو چایو بېلابېل ډولونه په ګوته کړي.

نوموړي زياته کړه: «خوست الحمدالله د شنه چای د ودې لپاره مناسبه هوا لري، تر ۴۰ درجو پورې تودوخه لري، هم رطوبت لري او هم ډېر بارانونه لري نو موږ ورته امیدوارو یو چې ښه نتیجه ورکړي، کوم چای چې کرل شوی موږ یې بار بار پوښتنه کوو او هم مشورې ورکوو.»

د چارو کارپوهان پر دې باور دي چې که د شین چای د کښت هڅه بریالۍ شي نو دا به د افغانستان کرنیز سکټور ته یو نوی باب پرانیزي او د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې به مهم رول ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.