کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د روانې اونۍ د سېشنبې په ورځ کندوز ښار کې د کابل بانک څانګې ته څېرمه ځانمرګی برید غندلی دی.
دې شورا په یوه خبرپاڼه کې د دغه ډول ترهګریزو کړنو د عاملانو، تنظیم کوونکو، مالي تمویل کوونکو او ملاتړو پر ځواب ورکولو ټینګار کړی او د هغوی د محاکمه کولو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټینګار کړی چې ترهګري په ټولو بڼو کې په افغانستان او ټوله نړۍ کې د سولې او امنیت پر وړاندې یو له جدي ګواښونو دی.
د دې شورا غړو له ټولو هېوادونو غوښتي چې د نړۍوالو ژمنو او د امنیت شورا د اړوندو پرېکړهلیکونو پر بنسټ د هر هغه ترهګریز اقدام پر وړاندې مبارزه وکړي چې نړۍواله سوله او امنیت ګواښي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جاپان او ترکیې سفارتونو هم په کندوز ښار کې د کابل بانک څانګې ته څېرمه د تېرې سېشنبې ورځې برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
دغه برید د روانې اونۍ د سېشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۳مه) سهار شاوخوا ۸:۳۵ بجې په کندوز ښار کې د کابل بانک څانګې مخې ته وشو.
د کندوز ولایت امنیې قوماندانۍ په دغه برید کې د مړو شمېر پنځه او د ټپیانو شمېر اوه کسان اعلان کړی و، خو د کورنیو چارو وزارت پرون د دې پیښې له امله د مړو شمېر اته کسان اعلان کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP