کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) لوبو ته د چمتووالي په موخه نن د پاکستان له الف (شاهین لوبډلې) سره تمریناتي لوبه کوي.
په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال د اتلان جام (چمپینز ټرافي) سیالیو پیل ته یوازې پنځه ورځې پاتې دي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله دغو سیالیو ته د چمتووالي په موخه نن د پاکستان له الف (شاهین لوبډلې) سره تمریناتي لوبه کوي.
یاده سیالي نن ماسپښین یوه بجه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره کېږي.
د افغان لوبډلې دویمه تمریناتي لوبه له نیوزلېنډ لوبډلې سره ده چې ټاکل شوې د فبروري په ۱۶مه به ترسره شي.
د یادونې ده چې د روانې فبروري میاشتې په ۱۹مه نېټه پاکستان کې د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالۍ پیلېږي چې افغان لوبډله له اسټرالیا، سویلي افریقا او انګلستان لوبډلو سره په یوه ګروپ کې ده.
ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له سوېلي افریقا سره د فبروري په ۲۱مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP