Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روان کال د خوست له غلام خان بندره ۴۵۰۰ ټنه وچه مېوه صادر شوې

خوست ښار (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۳): د خوست د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، روان کال د دغه ولایت د غلام خان بندر له لارې د ۱۱.۵ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت ۴۵۰۰ ټنه وچه مېوه صادر شوې ده.

د خوست د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر نواب اميرزی وايي، په روان ۱۴۰۳ لمريز کال کې د غلام خان بندر له لارې ۴۵۰۰ ټنه وچه ميوه صادر شوې چې د تېرو کلونو په پرتله ۳۰ سلنه زياتوالی ښيي.

نوموړي پژواک ته وويل، غلام خان بندر د هېواد د نورو بندرونو په پرتله کراچۍ بندر ته نږدې دی او  له همدې امله د یاد بندر له لارې صادرات ډېر شوي دي.

د هغه په وينا، روان کال د ۱۱.۵ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت يوازې وچه ميوه د دغه بندر له لارې بهر ته صادر شوې ده.

دی زياتوي: «سږکال زموږ د وچې ميوې توليدات او صادرات ډېر وو که چېرې همداسې دوام پيدا کړي افغانستان به خپله انکشافي او عادي بوديجه له دې لارې پوره کړي.»

بلخوا سوداګر بيا وايي، پر دې لار لا هم هغه ډول اسانتياوې نه دي رامنځه شوي چې دوی ورته اړتيا لري.

يو سوداګر فضل احمدزي پژواک ته وويل، د خوست ښار څخه تر غلام خان پورې د غځيدلي سړک تنګوالی او وخت ناوخت د پاکستان حکومت لخوا د دې لارې بندېدل هغه څه دي چې د دوی په صادراتو کې ځنډ رامنځته کوي.

هغه وايي: «دا لار کراچۍ بندر ته د تورخم بندر په پرتله تقريبا ۴۶۵ کيلومتره لنډه ده، خو موږ دغه لاره کې بای پاس سړک نه لرو چې له امله يې ګادي ژر نه رسېږي، له حکومت څخه مو دا غوښتنه ده چې دا مشکل را حل کړي.»

د دغه ولايت يو بل سوداګر جمعه‌الدين بيا پژواک خبري اژانس ته وويل که د وچې ميوې صادرات پر دې لار همداسې روان وساتل شي، نو د کروندګرو په عايداتو کې به د پام وړ زياتوالی راشي.

دی وايي: «د افغانستان ميوې به په نورو هېوادونو کې په لوړ نرخ خرڅېږي، د افغانستان خلک به خوشحاله وي، سوداګر به خوشحال وي او کاروبار به ښه پر مخ لاړ شي.»

په همدې حال کې د خوست د صنعت او سوداکرۍ رييس شمس الاحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، د صادراتو په برخه کې يې سوداګرو ته ټولې اړينې اسانتياوې برابرې کړې او پر وړاندې يې هيڅ ډول ستونزه نشته.

دی وايي، د امارت په راتګ سره په صادراتو کې د پام وړ زياتوالی راغلی او هڅه يې دا ده چې صادرات نور هم ډېر شي.

ده زياته کړه: «الحمدالله د صادراتو په بخش کې سوداګرو ته ستونزه نشته، مخکې به د وارداتو او صادراتو لپاره يوه ترازو وه، اوس هر يوه ته بېله بېله ده او د دوی اموال په کم وخت کې وزن کيږي او بهر ته صادرېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ويلي و چې د روان کال په درېيمه ربعه کې بهر ته د څه باندې ۶۶۹ ميليون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.