ګردېز (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۳): د پکتيا د شواک ولسوالۍ اړوند د شبکخېلو درې اوسېدونکي وايي چې د روغتيا، پوهنې او مخابراتي خدمتونو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغوی زیاتوي چې ياده دره د ولسوالۍ له مرکزه شاوخوا دوولس کيلومتره لرې په غرونو کې پرته ده چې ورغلی سړک يې خراب او دوی پرې د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ وي.
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي حبيبالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې سيمې ته يې د ولسوالۍ له مرکزه ورغلی سړک خراب دی او په ژمي کې ډېری وخت د واورې له امله بند وي.
هغه زياته کړه: «زموږ دلته ډېرې ستونزې دي؛ يو خو مو په سيمه کې د نجونو ښوونځی ډېر پخوا جوړ شوی خو استادان په کې ډېر وخت نه وي، بل دلته مخابراتي شبکې هم کار نه کوي، دا هم يوه لويه ستونزه ده، همداشان دا تر ولسوالۍ پورې تقريباً ۱۲ کيلومتره سړک دی، خراب دی، په ژمی کې ډېر وخت بند وي.»
دغه راز، د يادې سيمې يوه بل اوسېدونکي خيرشاه هم پژواک ته وويل چې شبکخېلو درې ته په تېر کې هم اړینه پاملرنه نه ده شوې او اوسېدونکي یې له ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړه: «دلته موږ له زياتو ستونزو سره مخ يو؛ اول خو مو دلته ښوونځي کې استادان نشته، دا بېخي لويه ستونزه ده، روغتيا برخه کې چې د کلينیک قرارداد کومه مؤسسه واخلي چې قرارداد ختم شي، دلته خدمات له ځنډ سره مخ وي، همدا تېر کال کلينیک څو مياشتې بند و، مخابراتي شبکې هم کار نه کوي، چې کله مو يو ضرورت وي، هغه پر وخت نه رفع کېږي.»
د یادې سیمې یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو یې د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
بل لور ته، مسوولین بیا یادو خلکو ته د ستونزو د هواري ډاډ ورکوي.
د پکتيا مرستيال والي مولوي انعامالله صلاحالدين پژواک ته وويل چې روان کال يې هم د اسلامي امارت د مشر په ځانګړې لارښوونه د اضطرار کمېټې په همکاري ډېرو لرو سیمو ته سړکونه جوړ کړي دي.
هغه ډاډ څرګند کړ چې د ژمي په پای ته رسېدو او د راتلونکي کال په پيل سره به ځينې پروژې پيل شي چې تر ډېره به د خلکو ستونزې ورسره حل شي.
نوموړي وویل: «موږ کوښښ کوو چې د خلکو ټولو ستونزو ته رسېدنه وکړو، انشاالله دا به حل کوو، راتلونکي کال لپاره زموږ سره مشرانو ژمنه کړې چې د ځينو لويو پروژو چارې به پيل شي، د روغتيا، پوهنې او زراعت برخو کې د خلکو ستونزو د حل لپاره مو غوښتنې کړې دي.»
د یادونې ده، د پکتیا د شبکخېلو درې ترڅنګ د دغه ولایت د یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سره مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP