Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تخار د هزار سموچ اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د بازار له نشتوالي شکایت کوي

تالقان (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۳): د تخار ولایت د هزار سموچ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د مناسب بازار نشتون له امله خلک اړ دي څو د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د دغه ولایت مرکز تالقان ښار ته سفر وکړي.

د هزار سموچ اوسېدونکي له حکومته غواړي چې په دې ولسوالۍ کې د بازار جوړولو، د سوداګریزو اسانتیاوو برابرولو او د اساسي زیربناوو جوړولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د تخار ولایت هزار سموچ ولسوالۍ د څه باندې ۲۵ زره نفوس په درلودو سره له لومړنیو ښاري امکاناتو او اسانتیاوو څخه بې‌برخې ده.

هزار سموچ د تخار یوازېنۍ ولسوالي ده چې مرکز یې د یوه کلي په څېر دی او هېڅ ډول ښاري امکانات او اسانتیاوې نه‌لري.

په یاده ولسوالۍ کې بازار نشته او ان د اړتیا وړ توکو د پېرلو لپاره د خوراکي توکو د پلور یوه هټۍ هم نشته.

د هزار سموچ ولسوالۍ یو اوسېدونکی نورالله نبیل وايي: «موږ اړ یو د یوه څېز د پېرلو لپاره چې ۵۰ افغانۍ ارزښت لري ۳۰۰ افغانۍ د موټر کرایه ورکړو او تالقان ته لاړ شو، د بازار نشتون زموږ ژوند ډېر سخت کړی دی.»

د یو شمېر اوسېدونکو په وینا، هزار سموچ څه باندې دوه لسیزې مخکې د یوې درېیمې درجې ولسوالۍ په توګه په تخار کې رامنځته شوه او د رسمي ولسوالیو په نوملړ کې ځای شوه، خو په دې موده کې په هزار سموچ ولسوالۍ کې د پراختیا، بازار رامنځته کېدو او دولتي تاسیساتو جوړېدو ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.

یو بل ځايي اوسېدونکی محمدحسین شکوري وايي: «تېرو حکومتونو او د یادې ولسوالۍ مشران چې په پخوانیو دولتونو کې یې مهمې دندې درلودې، د هزار سموچ پراختیا او پرمختګ لپاره هېڅ ډول پاملرنه ونه‌کړه. اوس موږ تمه لرو چې اسلامي امارت د یوه ښارګوټي جوړولو او زموږ ستونزو هوارلو لپاره اقدام وکړي.»

هغه دغه‌راز وايي چې یاده ولسوالي بازار نه‌لري او خلک د خپلې لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره هم د تالقان ښار ته سفر کوي.

بلخوا، د تخار ځايي مسوولین هم په هزار سموچ کې د بازار نشتون او د خلکو ستونزې تاییدوي.

د تخار د ښار جوړولو رییس محمدمختار عمر په دې اړه وویل: «موږ د هزار سموچ د پراختیا لپاره ځیني پروګرامونه جوړ کړي او په پام کې لرو چې د خلکو د ستونزو حل لپاره زیربنايي پروژې هم پیل کړو.»

یاده ولسوالي چې د تالقان ښار په شمال‌ختیځ کې موقعیت لري، ډېری وګړي یې ازبک دي او د دې سیمې د اوسېدونکي اصلي کسب کرنه او مالداري ده، خو د بازار او نورو لومړنیو امکاناتو نشتون له امله د هغوی ژوند له جدي ستونزو سره مخ دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.