کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۳): د مالیې وزارت وایي چې تېره اونۍ د ګمرکونو ریاست د څارنې ګرځنده کارکوونکو څه باندې ۵۷ زره کیلوګرامه قاچاقي توکي نیولي دي.
د مالیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي، د ګمرکونو لوی ریاست د څارنې ګرځنده کارکوونکو دغه توکي د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ضبط کړي دي.
سرچينې لیکلي چې په نیول شوو توکو کې ۲۲ زره او ۳۲۴ کیلوګرامه چاکلېټ، ۱۴۰۱۳ کیلوګرامه ګوړه، ۱۴۲۵ کیلوګرامه خام نخود، ۱۱۰۰۰ کیلوګرامه کېنو، ۱۴۲۸ کیلوګرامه مکروني، ۲۳۸۵ بوجۍ، ۱۲۰۰ کیلوګرامه رُب، ۲۱۷۸ کیلوګرامه بېلابېل ډول پلاستیک، ۶۱۰ کیلوګرامه درمل، ۳۷۵ کیلوګرامه د دیګ مساله، ۵۵۳ کیلوګرامه ځکمني توت، ۳۰۰ کیلوګرامه اورلګيت او ۱۸۰ کیلوګرامه ملایي شامل دي.
یاد وزارت لیکلي، نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.
مالیې وزارت وایي، د دغه وزارت د څارنې ګرځنده کارکوونکي په ټول هېواد کې څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له محصول پرته توکي راوارد کړي او یا ممنوعه توکي راوړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP