چاریکار (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۳): د پروان امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې یې د غلا او قتل په تور درې کسان نیولي دي.
د پروان امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي: «نیول شوو کسانو څه موده وړاندې د پروان ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند نهمه پارچې سیمه کې د یو کور څخه د غلا هڅه کړې وه چې په ترڅ کې یې د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی و.»
خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوو کسانو خپل جرم منلی او له څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې ده، د پروان امنیه قوماندانۍ د سلواغې په ۱۴مه ویلي وو، د دغه ولایت د مرکز چاریکار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند نهمه پارچه سیمه کې یوه کور ته د غلا په نیت وسلهوال غله ورغلي وو، د کور له خاوند سره یې نښته رامنځته شوې چې له امله یې یو غل او د کور د څېښتن مېرمن وژل شوي او زوی یې ټپي شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP