کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۳): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نیویارک کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې ویلي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنې دې ازاده او د منځنۍ اسیا او پاکستان ترمنځ پروژې دې د افغانستان له لارې پلې شي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاقډار د اسلامي همکاریو سازمان ناسته کې چې په نیویارک کې تر سره شوه، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې ده.
هغه په دې ناسته کې ویلي، د دغې شتمنۍ ازادول نه یوازې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مرسته کوي، بلکې د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لام هم کېدای شي.
نوموړي دغهراز د افغانستان د خاورې له لارې د مرکزي اسیا او پاکستان ترمنځ د پروژو د پلې کېدو پر اهمیت ټينګار وکړ او ویې ویل چې دا پروژې کولی شي په سیمه کې د تلپاتی پراختیا او ودې برخه کې مرسته وکړي.
اسحاق ډار دغهراز د افغانستان له خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې هېواد یې هڅه کوي څو بشري مرستې اسانه او د سیمې هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP