Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نړۍوالې پراختیا مرکز: افغانستان او بېوزلو هېوادونو ته د امریکا د مرستو بندېدل به بدې پایلې ولري

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۳): د نړۍوالې پراختیا مرکز په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان په ګډون نورو اړمنو هېوادونو ته د امریکا متحده ایالتونو د مرستو ځنډېدل ناورین رامنځته کولای شي.

یاد مرکز په یوه راپور کې افغانستان له هغو اتو هېوادونو بللی چې د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډېدو له امله به تر ټولو ډېر زیانمن شي.

د یاد راپور له مخې، د نړۍ له ۲۶ تر ټولو بې‌وزلو هېوادونو اته هیوادونه - چې افغانستان، سوېلي سوډان، سومالیا، کانګو، لایبریا، سوډان، اوګانډا او اتوپیا په کې شامل دي - د خپلو مرستو له پنځمې ډېره برخه د متحده ایالتونو له نړۍوالې پراختیايي ادارې (USAID) ترلاسه کوي.

د نړۍوالې پراختیا مرکز خبرداری ورکړی چې که د امریکا مرستې د یوه بل کار لپاره هم وځنډیږي، افغانستان او ۲۲ نور هېوادونه به له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

د راپورونو له مخې، امریکا په تېرو درېیو کلونو کې د شاوخوا درې میلیارده ډالرو له مرستې سره د افغانستان لپاره د پراختیایي او بشري مرستو تر ټولو لوی تامینوونکی هېواد دی.

د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه د ډونالډ ټرمپ له واکمنېدو سره سم اسرائیل او مصر ته له نظامي مرستې پرته د بشري مرستو په ګډون د امریکا ټولې مالي مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډول شوې.

د یاد اقدام موخه د امریکا د مالي مرستو څېړنه بلل شوې څو څرګنده شي چې دغه مرستې څومره د واشنګټن په ګټه دي.

د امریکا د مالي مرستو ځنډېدل د لسګونو سازمانونو فعالیتونه، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د مرستندویو بنسټونو په ګډون د نورو مرسته‌کوونکو بنسټونو فعالیتونه اغېزمن کړي دي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له دغه هېواده غوښتنه کړې وه څو د نړۍ له تر ټولو زیانمنونکو ټولنو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.