Language

د ننګرهار له محبسه ۷۰ بندیان ازاد شول

جلال‌اباد (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): ننګرهار کې سیمه‌ییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت له مرکزي محبس څخه ۷۰ بندیان ازاد شول.

د ننګرهار ولایت د زندانونو چارو د سمون رييس مولوي سهېل سعيد پژواک خبري آژانس  ته وويل چې د سترې محکمې د پرېکړې پر بنسټ د دغه ولایت له مرکزي محبس څخه ۷۰ بندیان ازاد شول.

هغه زیاته کړه، یاد بندیان په بېلابېلو جرمونو نيول شوي او د محکمې له لوري په بند محکوم شوي وو چې په بند کې يې تخفيف راغی او ازاد شول.

د مولوي سعيد په وينا، يادو زندانیانو ته په محبس کې د دیني، عصري او مسلکي زده‌کړو زمینه برابره شوې وه او هيله يې څرګنده کړه چې يادو کسانو له دغه فرصته په ښه توګه ګټه اخیستې وي.

هغه دا هم وويل، په دغه ډول عفوه کې هغه کسان راځي چې د خپلو کړنو له امله پښېمانه وي او د اصلاح نښې په کې وليدل شي.

بلخوا، ازاد شوي بنديان وايي چې په زندان کې ورته د ژوند د نورو اسانتیاوو سربېره د زده‌کړو زمینه هم برابره شوې وه.

رحمت ولي چې تازه له زندانه ازاد شوی، د زندان د مسوولینو له چلند خوښ دی او له سترې محکمې یې د دغې پرېکړې له امله مننه وکړه چې له مخې يې د هغه د قید موده راکمه شوه.

څو ورځې مخکې هم د ننګرهار له محبس څخه ۱۲۳ بندیان د اسلامي امارت د مشرتابه په ځانګړي فرمان ازاد شوي وو.