مزارشریف (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي څو د دې ولسوالۍ پر سیند د برېښنا بند جوړ کړي.
د شولګرې ولسوالۍ د نواباد کلي اوسېدونکي عبدالستار پژواک خبري اژانس ته وویل چې د برېښنا نشتوالي له امله د دې ولسوالۍ د دولتي ادارو ترڅنګ د عامو خلکو ورځنۍ چارې له ستونزو سره مخ دي او اوس تر یوه بریده خپله اړتیا له لمریزې برېښنا پوره کوي.
هغه زیاته کړه: «تېرو حکومتونو له موږ سره د برېښنا بند جوړولو ډېرې وعدې وکړې، خو متاسفانه هغه عملي نه شوې؛ اوس د اسلامي امارت له مشرتابه او له رییسالوزرا نه زموږ او د خلکو غوښتنه دا ده چې موږ ته دې پر سیند د برېښنا بند جوړ کړي.»
د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی کبیراحمد بیا وایي، که څه هم له بلخ ولایت څخه د وارداتي برېښنا مزي تر نورو ولایتونو غځېدلي او خلک یې د برېښنا له نعمته برخمن دي خو د دې ولسوالۍ اوسېدونکي ورته لاسرسی نه لري.
هغه وویل، کومه برېښنا چې له نورو هېوادونو راځي، د دوی د ولسوالۍ خلک ترې بې برخې دي، دا چې دغه برېښنا لنډمهاله او سوداګریزه ده چې ښایي د تړون له بشپړېدو وروسته یې پرې کړي خو حکومت ته په کار ده چې د هېواد دننه په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د یادې ولسوالۍ خلک په داسې حال کې د برېښنا بند جوړېدو غوښتنه کوي چې تر دې مهاله هيڅ کومې وارداتي برېښنا ته هم لاسرسی نهلري.
عزیزالله وحدت چې د شولګرې ولسوالۍ په بازار کې مطبعه لري او چارې یې ټولې په برېښنا پورې تړلې وایي، د ژمي په موسم کې له سولري برېښنا ګټه اخلي او په وینا یې، کومه ورځ چې ورېځ وي، نو د برېښنا نشتوالي له امله یې چارې ټکنۍ یا په ټپه ولاړې وي.
هغه وویل: «زه خپله د شولګرې په بازار کې مطبعه لرم خو د شمسي له برېښنا ګټه اخلم، په ژمي کې چې کومه ورځ لمر وي، برېښنا وي او کله چې ورېځ وي، نو بیا برېښنا هم نه وي؛ زموږ ژوند او کار پرته له برېښنا ډېر ستونزمن دی.»
له دې ټولو سره سره ځایي حکومتي چارواکي د برېښنا برخه :ې د خلکو ستونزه مني او وایي، په شولګرې ولسوالۍ کې د برېښنا بند جوړولو سروې او ډیزاین شوي او د لوړپوړو چارواکو له خوا ورته د عملي چارو د ژر پيل ډاډ ورکړل شوی دی.
د شولګرې ولسوال قطبالدین روحاني پژواک ته وویل: «د اوبو او انرژۍ وزارت او د برېښنا شرکت له لوري یوه ډله استازي راغلي وو، د شولګرې ولسوالۍ په پُل برق سیمه کې د اوبو سیند پر سر باندې د برېښنا تولید بند جوړولو سروې یې وکړه او ډاډ یې خلکو ته ورکړ چې د جوړېدو چارې به یې پیل شي.»
د معلوماتو له مخې، شولګره د مرکز مزارشریف ښار سوېل ته په ۵۷ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې دا مهال په کې شاوخوا ۱۸۰ زره کسان ژوند کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP