اسعداباد (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د کونړ په غازياباد ولسوالۍ کې نن د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په مالي مرسته د پنځه کلیومترو په اوږدوالي د یوه کرنیز کانال د جوړېدو چارې پيل شوې چې د درېیو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
د کونړ ولایت د اقتصاد رییس مولوي عبدالله همت پژواک خبري اژانس ته وویل، په غازياباد ولسوالۍ کې نن د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په مالي مرسته د پنځه کلیومترو په اوږدوالي د یوه کرنیز کانال د جوړېدو چارې پيل شوې چې د درېیو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
هغه وویل، د دغه کانال په جوړېدو سره به شاوخوا ۶۵۰ جریب ځمکه خړوبه کېږي.
نوموړي وویل :«د خوړو نړۍوال سازمان په مالي او د شپول موسسې په تخنیکي همکاري د غازياباد ولسوالي اړوند نیشګام سیمه کې نن د یوه زراعتي کانال د جوړولو چارې پیل شوې چې درېیو میاشتو کې به بشپړې شي.»
هغه زیاته کړه، په دې پروژه کې به د سیمې ۳۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
ورته مهال، د سيمي اوسېدونکي د کانال په جوړېدو خوښ دي او زیاتوي چې په دې سره به یې شاړو ځمکو ته اوبه ورسېږي.
د نېشګام سیمي یوه اوسېدونکي او قومي مشر حاجي سلطانجان وویل: «خوشحاله یم چې شاړو کروندو ته مو د اوبهخور په موخه زراعتي کانال جوړېږي، له یوه طرفه به مو په حاصلاتو کې لوړوالی راشي او له بل طرفه به د سیمې خلکو ته کاري فرصت برابر شي.»
دوی له حکومت او مرستندویه ادارو غوښتنه لري چې د کرنې د ودې او میکانیزه کولو په موخه دې دغه ډول نورې بنسټیزې پروژې هم پلې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP