Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلالي: چین دې له افغانستان سره د ساري ناروغیو درملو برابرولو برخه کې همکاري وکړي

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې د ساري ناروغیو پېښو ته د رسېدنې په موخه د وسایلو، درملو او واکسین برابرولو برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي کابل کې د چین سفیر «ژاو شینګ» سره لیدلي.

خبرپاڼه کاږي، په دغه لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او روغتیايي برخه کې پر دوامداره همکاریو خبرې شوې.

د خبرپاڼې په حواله، جلالي د افغانستان او چين ترمنځ دوامداره اړیکې اړینې بللې دي او د یاد هېواد له سفیر یې د کندهار میرویس سیمه‌ییز روغتون ودانۍ د بیا ترمیم، خدماتو پراختیا، سنتي طب او راډیولوژي برخو کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او ساري ناروغیو پېښو ته د رسېدنې په موخه د وسایلو، درملو او واکسین برابرېدو برخو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، کابل کې د چین سفیر د خپلو دوامداره همکاریو ژمنه کړې او د میرویس سیمه‌ییز روغتون بیارغونې، روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې، سنتي طب او طبي وسایلو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.