کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۳): کابل کې د سردار محمدداوود خان روغتون په کمپلېکس کې نوې ۱۰۰ بستریزه څانګه او د ملکي ناروغانو لپاره ځانګړی روغتون پرانیستل شول او پر طبي تجهیزاتو سمبال «اېنکيسي کمپ» هم دغه کمپلېکس ته وسپارل شو.
یاد کمپلېکس د ملي دفاع وزارت اړوند دی.
د رياستالوزراء اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې د یادو څانګو د پرانیستې مراسمو کې د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر، د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد او د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت ګډون کړی و.
سرچینه زیاتوي، په یاد کمپلېکس کې ګټې ته په سپارل شوو برخو کې یوه نوې ۱۰۰ بستريزه څانګه، د ملکي ناروغانو لپاره جوړ شوى روغتون او دغه راز یاد کمپلېکس ته د ناټو د پخوانۍ قوماندانۍ د مرکز (اېنکېسي کمپ) سپارل شامل دي.
سرچینه زیاتوي چې د اېنکېسي کمپ کې څلور نوي طبي مرکزونه پرانیستل شوي او دغه کمپ هم د سردار محمدداوود خان روغتون کمپلېکس ته سپارل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد په یادو مراسمو کې ویلي، کلک هوډ لري چې د ناروغو هېوادوالو په کور دننه غوره درملنه وشي.
هغه زیاته کړې چې اوس مهال د سردار محمدداوود خان روغتون کې روغتیايي خدمتونه د پخوا په پرتله ښه شوي او هلته پېچلي عملیات په بریالیتوب ترسره کېږي.
ده د اېنکېسي کمپ ته په اشاره ویلي: «پخوا له دې ځایه اشغالګرو د افغانانو د وژلو پلانونه جوړول، خو له دې وروسته به همدلته د افغان ناروغانو ژوند ژغورل کېږي.»
د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز قاري فصيحالدين فطرت هم په دغو مراسمو کې ورته څرګندونې کړې دي.
هغه ویلي: «د افغانستان دښمنان چې په ویانا کې د "له طالبانو وروسته افغانستان"په نوم غونډې کوي او د اوسني نظام پر ضد دسیسې جوړوي، باید پوه شي چې هغوی د ملت له خوا رد شوي او خپلو شومو موخو ته به ونه رسېږي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP