Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته ولاړ

کابل (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ولاړ.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې چې په دغه سفر کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایت‌الله بدري، د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخندزاده، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي، د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري، د افغانستان بانک لوی رییس الحاج نوراحمد اغا، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال مفتي عبدالمتین سعید او د سکټوري ادارو استازي د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملتیا کوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پلاوی نن له کابله تاشکند ته په دوه ورځني سفر روان شو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا او په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو کې د ازبکستاني پانګه‌والو د پانګونې جذب دی چې دواړه لوري به پرې بحث او خبرې وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.