Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فرانسه کې یوه ۳۷ کلن سړي له چاقو په استفادې یو کس وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي

کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، فرانسه کې یوه ۳۷ سړي د چاقو په وسیله یو کس وژلی او پنځه پولیس افسران یې ټپیان کړي دي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، پېښه د فرانسې په مولهوس ښار کې هغه مهال شوې چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په ملاتړ لاریون روان و او سیمې ته د پولیسو ترڅنګ پوځ هم لېږل شوی و چې په پلټنو کې همکاري وکړي.

په راپور کې راغلي، په برید کې یو ۶۹ کلن ملکي لاروی له ټپي کېدو وروسته مړ شوی او پنځه پولیس هغه مهال چې د مشکوک کس د برید مخنیوی یې کاوه، هم ټپیان شوي دي.

‎سرچينې لیکلي چې د بریدکوونکي عمر ۳۷ کاله او د الجزایر وګړی دی چې له برید وروسته پولیسو نیولی او نوم یې د ترهګرۍ د مخنیوي د څار ځانګړي لېست کې ثبت شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا لس ورځې مخکې  په اتریش کې هم یوه کس پر خلکو د چاقو برید کړی چې له امله یې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپيان وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.