کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۳): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، افغانستان د چرګ غوښې په تولید کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او د غنمو د تولید برخه کې خودکفایي ته نږدې شوی دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په کابل کې د نیالګیو د ملي کمپاین د پيل په تړاو جوړه شوې غونډه کې د دغه وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان وویل، افغانستان په ځینو زراعتي برخو کې خودکفایي ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړه، افغانستان د غنمو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی او هڅې روانې دي چې په نورو برخه کې هم خودکفایي ترلاسه کړي.
د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال په دې اړه نورجزییات وړاندې نکړل.
همدارنګه په دې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو مالدارۍ وزارت د زراعت او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل: «موږ د چرګ غوښې د تولید په برخه کې خودکفایي ته رسېدلي یو.»
هغه پرته له جزییاتو زیاته کړه چې افغانستان په نورو برخو کې هم ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی.
نوموړی وایي، په تېرو درېیو کلونو کې په ټول هېواد کې د اوبو مدیریت، د نیالګیو کېنولو او مالدارۍ برخو کې ډېر کار شوی دی.
ورته مهال، په یاده غونډه کې د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خانمحمد فروتن له خلکو غوښته وکړه چې له داخلي تولیداتو دې استفاده وکړي، څو افغانستان په ټولو برخو کې خودکفایي ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي وو چې روان لمریز کال په ټول هېواد کې څلور اعشاریه ۸۳ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه ډېروالی ښيي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP