Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل؛ د کرنې وزارت: په ټول هېواد کې ۱۶ میلیونه نیالګي کېنول کېږي

کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۳): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، په راتلونکي ۱۴۰۴ کال کې په ټول هېواد کې ۱۶ میلیونه مثمر او غیرمثمر نیالګي کېنوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري نن په کابل کې د نیالګیو د اېښودلو پسرلني ملي کمپاین پیل په تړاو جوړه شوې غونډه کې د دغه وزارت د طبیعي سرچینو رییس مولوي عبدالاحد خلیل وویل، په راتلونکي ۱۴۰۴ کال کې په ټول هېواد کې ۱۶ میلیونه مثمر او غیرمثمر نیالګي کینول کېږي.

نوموړی وایي، د نیالګیو کېنولو یاد کمپاین به په نورو ولایتونو کې هم پیل شي.

هغه زیاته کړه چې راتلونکي لسو کلونو کې به په ټول هېواد کې ۱۶۰ میلیونه نیالګي په ۲۰۰ زره جریبه ځمکه کې کېنول شي.

هغه وایي، په تېرو درېیو کلونو کې په ټول هېواد په زرګونه جریب ځمکه کې د پستې، چهارمغزو او جلغوزیو نیالګي اېښودل شوي دي.

همدارنګه، په دې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالداۍ وزارت مالي او ادارې مرستیال ملا اغاجان اخند (حاجی سالم) وویل، د نیالګیو او ځنګلونو شتون د طبیعت د ښکلا سربېره د انسانانو د ژوند لپاره هم مهم دی.

نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې د نیالګیو په کېنولو کې دې له کرنې وزارت سره همکاري وکړي.

دغه راز، نن په سمنګان ولایت کې هم د چاپېریال ساتنې او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو په همکارۍ د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو.

په دې تړاو جوړولو شوو مراسمو کې د سمنګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مفتي هدایت‌الله ولید وویل، سږ کال به په دغه ولایت کې ۲۸۰ زره بېلابېل ډوله نیالګي کېنول شي.

نوموړي د دغه ولایت له خلکو غوښتنه وکړه چې د نیالګیو کېنولو کې دې له یاد ریاست سره همکاري وکړي.

د یادونې ده، هر کال په کب کې میاشت کې د کابل سربېره په ولایتونو کې د نیالګیو کېنولو کمپاینونه ترسره کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.