Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره میاشت څه باندې ۲۴۰۰ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۳): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې افغانستان ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د ۲۴۶۵ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ثبت شوي ارقام ښیي چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په تېره سلواغه میاشت کې د ۳۶ ښځینه‌وو په ګډون ۱۳۱۱ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۳ ښځینه‌وو په ګډون ۱۱۵۴ نور له هېواده وتلي دي.

خبرپاڼه کاږي، ثبت شوې شمېرې ښيي چې په یاده موده کې ۱۲۸۵ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۲۶ نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي چې له دې ډلې ۱۹۳ د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو لیدنې او پاتې نور د کار په موخه راغلي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې ادارې د ثبت شوو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر بهرني وګړي د نیمروز بندر، د هرات هوايي ډګر او بندرونو، د تورخم، اقینې او حیرتان بندرونو او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

خو سرچینې د یاد شمېر بهرنیو وګړو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.