ګردېز (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۳): د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال پيل شوې سیالۍ د محبس لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅونې او له نشهيي توکو څخه مخنيوي په موخه پيل شوې وې.
د پکتیا ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش رييس قاري نورالرحمن تسکين پژواک ته وويل چې دغه سيالی د مرکز ګردېز اړوند نیستيکوټ سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ ۱۴ ورځې مخکې پيل شوې وې.
هغه وويل، د دغو سیالو پایلوبه د «محبس» او «احمدابا اتلانو» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې محبس لوبډلې احمدابا اتلانو لوبډلې درې د یو پر وړاندې ماتې ورکړه او اتلولي خپله کړه.
دغه راز، یوه لوبغاړي بلال پژواک ته وويل چې دا ډول لوبې کولی شي ځوانان ورزش ته وهڅوي او ترمنځ يې يووالي او اتفاق رامنځته کړي.
هغه له مسولينو غوښتنه وکړه چې ورته لوبې دې په لرې پرتو سيمو کې هم برابرې کړي څو د يادو سيمو ځوانانو ته د لوبو زمينه برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP