کندوز ښار (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۳): د کندوز یو شمېر اوسېدونکي، په دغه ولایت کې د درملو له ټيټ کیفیت او په خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو له ضعیفوالي شکایت لري او له مسوولینو غواړي څو دې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.
یاد اوسېدونکي وايي چې د روغتیايي خدمتونو د ټیټ کیفیت ترڅنګ د ډاکټرانو فیس ډېر لوړ دی.
د کندوز یو اوسېدونکی حکمتالله وايي چې په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې یو شمېر بېتجربه ډاکټران ګمارل شوي چې دغه کار د ناروغانو روغتیا له خطر سره مخ کوي.
هغه وايي: «ډېر شخصي روغتونونه جوړ شوي، له دولته غواړو چې دغه مسله جدي ونیسي، باید ډاکټران وړ او تکړه وي، نه دا چې په څه به نه پوهیږي او روغتون کې به کار کوي.»
د کندوز یو بل اوسېدونکی عبیدالله وايي: «غریبي ده، خلک بېوزله دي، درمل اخلو، یوه ورځ ګټه کوي بله ورځ ګټه هم نهکوي، موږ د ورځې ۲۰۰ افغانۍ غریبي کوو، غوښتنه مو دا ده چې درمل ارزانه شي او ښه کیفیت ولري.»
د کندوز یو بل اوسېدونکی حشمتالله هم وايي: «زموږ ډېری هېوادوال اقتصادي ستونزې لري، ډاکټران په شخصي روغتونونو کې باید د خپلو معایناتو فیس کم کړي.»
بلخوا، د کندوز د عامې روغتیا ریاست مرستیال رحمتالله طوطاخیل د خصوصي روغتونونو له جدي څارنې یادونه کوي، وايي چې په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو لړۍ په معیاري ډول مخ ته وړل کېږي.
هغه زیاته کړه: «شپه او ورځ موږ د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو، د درملو بیې، خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي څارنه کوو، کومه ستونزه که وي موږ شپه او ورځ څارنه کوو او پر وخت ورته رسېدنه کوو، کندوز ولایت کې روغتیايي خدمتونه په معیاري توګه او مناسبه بیه روان دي.»
د کندوز د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې څه باندې ۲۰ روغتونونه او لسګونه خصوصي کلینیکونه د خلکو لپاره روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP