Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اوبو او انرژۍ وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل کړی

کابل (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۳): د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل او هلمند سیندیزو حوزو کې نن او راتلونکو دوو ورځو کې د واورې او باران ورېدو او سېلابونو راتلو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه د روانې میاشتې له ۹مې تر ۱۱مې د هلمند او کابل سیندویزو حوزو کې د واورې او باران ورېدو او سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار، زابل، خوست، پکتیکا، پکتیا، کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان سیندونو په مسیر کې د اوبو ډېرېدو او د سېلابونو راتلو اټکل هم شوی دی.

سرچینې د یادو سیمو له اوسېدونکو غوښتي څو د سېلابونو راتلو او یا د اوبو پورته کېدو پر مهال سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي، د سېلابونو راتلو او یا په سیندونو کې د اوبو ډېرېدو پر مهال دې د کښته سیمو اسېدونکو ته خبر ورکړي څو د انساني تلفاتو مخنیوی وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.