Language

ننګرهار کې د ماین چاودنې درې ماشومان ټپیان کړي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۳): د ننګرهار امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماين چاودنې له امله درې ماشومان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند سیدطیب حماد پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازدیګر د هسکې مېنې ولسوالۍ اړوند په کوټه‌والو سیمه کې یوه زاړه ماین چاودنه کړې چې له امله درې ماشومان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه، د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او ټپیان یې د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د ټپيانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.