Language

یوناما: د افغانستان تحصیلي بنسټونو پیاوړتیا لپاره د افغاني او بهرني استادانو جذب ته زمینه برابروو

کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۳): د یوناما مرستیال د لوړو زده‌کړو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان تحصیلي بنسټونو پیاوړتیا لپاره د لابراتواري توکو او وسایلو برابرولو او بهرني او افغاني استادانو د جذب برخو کې همکاري کوي.

د لوړو زده‌کړو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست شيخ نداءمحمد ندیم په کابل کې د یوناما له مرستیال «اندریکا راتواته» سره ولیدل.

د یوناما مرستیال ویلي چې دوی د بشري مرستو لپاره د لنډمهاله اقداماتو پر ځای اوږدمهاله همکارۍ ته لومړیتوب ورکوي.

هغه ژمنه کړې چې د لوړو زده‌کړو وزارت د پیاوړتیا لپاره به له ایران، پاکستان ازبکستان او نورو هېوادونو د افغاني او بهرنیو استادانو جذب ته زمینه برابروي او د تحصیلي بنسټونو لپاره به د لابراتواري موادو او وسایلو برابرولو او انتقال برخه کې مرسته کوي.

د خبرپاڼې په حواله، د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست په دې لیدنه ویلي چې دغه وزارت د افغانستان د تحصیلي نظام د اصلاح او پیاوړتیا لپاره اساسي اقدامات کړي او غواړي چې واقعي، متخصص او مسلکي نسل وروزي.

ده ویلي، سږ کال د ۲۷۰ میلیون افغانیو په ارزښت د لابراتورونو د تجهیز وسایل د هېواد تحصیلي نهادونو ته پېرل شوي څو محصلین د نظري زده‌کړو ترڅنګ عملي مهارتونه هم ترلاسه کړي.

ندیم زیاته کړې، غواړي چې د افغانستان لوړې زده‌کړې له نړۍوالو معیارونو سره برابرې شي، زاړه نصابونه نوي شي او د لا معیاري تحصیلي نظام رامنځته کولو لپاره د بهرنیو استادانو جذب ته ځانګړې پاملرنه وشي.

هغه هیله وښوده چې یوناما به د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا، د لابراتورونو تجهیز او د تحصیلي مرکزونو لپاره د پرمختللو وسایلو برابرولو برخه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.