Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سږ کال به د ننګرهار خرما بڼ ۲۳ ټنه حاصلات ورکړي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت د کانال شرکت مسوولین وایي، د دغې ادارې اړوند د خرما بڼ حاصلات به سږ کال د تېر کال په پرتله ډېر وي او ټاکل شوې چې تر ۲۳ ټنه خرما به ترې راټوله شي.

تېر کال د سختې ږلۍ، توپان او ورښتونو له امله د دغه بڼ ۲۱ ټنه حاصلات له منځه تللي وو.

د ننګرهار کانال شرکت وياند سيدهمايون غریبمل د کب په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغې ادارې د هډې فارم په دویم بلاک کې په ۶۵ جریبه ځمکه د خرما بڼونه جوړ شوي چې له ډلې يې د ۴۰ جریبه خرما بڼ له تېرو څو کلونو راهیسې په حاصلاتو راغلی دی.

هغه زیاته کړه، دغه ۴۰ جريبه خرما باغ کې ۲۷۰۰ د خرماو بوټي کرل شوي او د شاوخوا شل کارکوونکو له خوا يې کارونه مخ ته وړل کېږي .

د نوموړي په وينا، تېر کال له دغه ۴۰ جریبه خرما بڼ څخه د ۲۲ ټنه حاصلاتو راټولولو اټکل شوی و خو د سختې ږلۍ، توپان او ورښتونو له امله يې شاوخوا ۲۱ ټنه حاصلات له منځه لاړل .

نوموړی زیاتوي چې د اټکل له مخې سږ کال به یې اندازه تر ۲۳ ټنو پورې ورسېږي.

دی وايي، د خرماو همدې لوړو حاصلاتو اوس په دغه ولايت کې زیات هېوادوال او پانګه‌وال لېواله کړي چې په خپلو ځمکو د خرما بڼوڼه جوړ کړي.

د ننګرهار د کانال ادارې تر چتر لاندې د خرما د دغه بڼ سربېره د مالټو او زیتونو پراخ باغونه هم شته چې هر کال زرګونه ټنه حاصلات ترې راټولېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.