کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۳): د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني وایي، سوریه کې یې له القاعده شبکې سره د تړلي یوه سازمان «یو لوړ پوړی نظامي مشر» په یوه هوایي برید کې له منځه وړی دی.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام ویلي چې دغه هوایي برید یې د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال د تېرې فبروري میاشتې په ۲۳مه د سوریې په شمال لوېدیځ کې کړی دی.
سرچينې د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې یاد کس یوسف ضیا تالای نومېده او له القاعده سره د تړلي «حراسالدین سازمان» لوړ پوړی نظامي قوماندان و.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني د همدې تېرې فبروي میاشتې په ۲۲مه هم ویلي وو چې سوریه کې یې له القاعده شبکې سره د تړلي یوه سازمان غړی په یوه هوایي برید کې له منځه وړی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو په ۲۰۱۹ کې حراسالدین د «ترهګر» سازمان په توګه اعلان کړ او د دې ډلې د یو شمېر غړو پر سر یې د معلوماتو لپاره د مالي انعامونو وړاندیز وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP