Language

کاپیسا کې د چت لوېدو څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

محمدراقي (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۳): د کاپیسا سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د یوه کور چت لوېدو له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او درې کسان ټپيان شوي دي.

د کاپیسا ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د تېرو څو ورځو پرله‌پسې بارانونو له امله شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه یوه نهه کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او د هغه د کورنۍ درې نور غړي ټپيان شوي دي.

سرچینې لیکلي، امنیتي ځواکونه او د بېړنیو حالاتو کمېټې له یادې کورنۍ سره د مرستې په موخه سیمې ته استول شوي او ټپیان روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.