کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۳): د افغانستان د المپیک ملي کمېټې نن د ملي لوبډلو لوبغاړو ته د عصریې وېشلو لړۍ پیل کړه چې په ترڅ کې یې هر ورزشکار ته د سږ کال ۱۳۲۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق وویل، عصریه له څه مودې راهیسې د بېلابېلو دلایلو له امله قطعه شوې وه خو نن دغه لړۍ بېرته پیل شوه او هر ورزشکار ته به عصریه ورسېږي.
نوموړی وایي، دغو ملي لوبغاړو ته شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې چې د څو ورځو په لړ کې به پر ۳۷۶۷ ورزشکارانو ووېشل شي.
هغه زیاته کړه چې مخکې به ورزشکارانو ته عصریه له بانکي او نورو لارو ورکول کېده خو اوس په فزیکي ډول نغدې ورکول کېږي.
وثیق وویل، په روان کال کې افغان ورزشکارانو په ځینو نړۍوالو لوبو کې ګډون وکړ چې په لسګونه مډالونه یې ګټلي او د دغو اکثرو لوبغاړو ډېره برخه لګښت د بدني روزنې ریاست له خپلې داخلي بودجې ورکړی دی.
هغه وایي، دوی همیشه هڅه کوي څو ورزشکارانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ویاند اللهمحمد اتل مشواڼي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه عصریه د روان ۱۴۰۳ کال ده چې ورزشکارانو ته ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړه، هر ورزشکار ته د روان ۱۴۰۳ کال ۱۳۲۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د هغه په خبره، نن د سکي، پاورلیفټینګ، ووینام، فولرزم او زورخانهیي فدراسیونونو ورزشکارانو ته عصریه ورکړل شوه.
همدارنګه احمدکثیر چې ورزشکار دی او نن یې عصریه اخیستې پژواک ته وویل، خوښ دی چې ۱۳۲۰۰ افغانۍ عصریه یې ترلاسه کړه.
نوموړی وایي، د عصریې له ورکولو سره به ورزشکاران وکولای شي خپل تمرینات په منظمه توګه ترسره کړي.
دغه راز، بل ورزشکار محمدداوود وایي، لګښتونه یې زیات دي، دا عصریه بسنه نه ورته کوي او د المپیک له ملي کمېټې غواړي څو ورزشکارانو ته عصریه ډېره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP