Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ له اوکراین سره نظامي مرستې وځنډولې

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر له اوکراین سره خپلې ټولې نظامي مرستې ځنډولې دي.

د فرانسې خبري اژانس د سپينې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله د هغه د نوم نه خپرېدو په شرط راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (دوشنبه) یادې مرستې ځنډولې دي.

سرچینې څرګنده کړې چې ټرمپ د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې هوکړې ته پر رسېدو تمرکز لري او غواړي چې د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلېنسکي هم دې موخې ته ژمن وي.

یاد چارواکي زیاته کړې چې متحده ایالات خپلې مرستې ځنډوي او بیاکتنه کوي څو ډاډ ترلاسه کړي چې ګویا دا د حل‌لارې برخه کې مرسته کوي.

د یادونې ده، یاده پرېکړه د ټرمپ او زلېنسکي ترمنځ له کړکېچنې ناستې وروسته شوې ده.

ټرمپ په ټاکنو کې د بریالي کېدو پر مهال ویلي وو چې په اوکراین کې به جګړه ژر پای ته ورسوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.