کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، روسیې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی او کرملین ژمنه کړې چې د تهران د هستهیي پروګرام پر سر د کړکېچ د سولهییز حل لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي.
رویټرز خبري اژانس پرون راپور ورکړی چې روسیې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د منځکړیتوب وړاندیز کړی، په داسې حال کې چې کرملین ژمنه کړې چې د تهران د هستهیي پروګرام پر سر د کړکېچ د سولهییز حل لپاره له هرې ممکنې لارې استفاده کوي.
رویټرز د روسي رسنیو په حواله راپور ورکړی چې د کرملین ویاند ډیمیټري پسکوف ویلي، د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د ایران د هستهیي پروګرام پر سر د کړکېچ د حل لپاره د تهران او واشنګټن ترمنځ منځګړیتوب منلی دی.
د کرملین ویاند پرون خبریالانو ته ویلي چې ایران د روسیې شریک او متحد هېواد دی او مسکو به له دغه هېواد سره د خپلو اړیکو پراختیا ته دوام ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP