کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۳): د افغانستان بانک وايي، له اړوندو ادارو سره یوې هوکړې ته ورسېد چې له مخې به یې له دې وروسته له افغان حاجیانو د هغوی د ټولو مالي لګښتونه لپاره د نورو بهرنیو اسعارو پر ځای یوازې افغانۍ اخیستل کېږي.
د افغانستان بانک خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي پولي واحد کارونه د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو اساسي ګام دی چې د هېواد اقتصادي خپلواکۍ ته لاره هواروي او په همدې موخه یاد بانک له اوږدمهاله هڅو، همغږۍ او تخنیکي بحثونو وروسته له اړوندو ادارو سره یوې مهمې هوکړې ته ورسېد چې له مخې به یې له دې وروسته له افغان حاجیانو د ټولو مالي لګښتونو لپاره یوازې افغانۍ اخیستل کېږي.
خبرپاڼه کاږي، دا پرېکړه د پولي ثبات برخه کې یو مهم ګام دی چې د افغانیو ارزښت لوړوي.
د خبرپاڼې په حواله: «افغانۍ زموږ د ملي هویت نښه ده او په سوداګریزو راکړو ورکړو کې یې کارونه ملي مسوولیت دی.»
خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان بانک د هېواد د پولي بازارونو، مالي او بانکي بنسټونو ذ تنظیموونکي او څارونکي بنسټ په توګه تل هڅه کړې چې د ملي پولي واحد ارزښت وساتي، د افغانیو پر کارولو باور زیات کړي او د هېواد اقتصادي ثبات ته وده ورکړي.
د افغانستان بانک له خلکو او سوداګرو غوښتي چې د افغانۍ کارونې فرهنګ ته وده ورکړي، په دې وسیله د خپل پولي واحد ارزښت وساتي او د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره له دغه بانک سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د افغان حاجیانو لګښتونه په ډالرو اخیستل کېده.
د یاودنې ده، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست دوکتور نورمحمد ثاقب نن په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره به له افغانستانه د حج فریضې ادا کولو په موخه ۳۰ زره کسان سعودي عربستان ته سفر وکړي او حج ته له هر تلونکي کس څخه ۲۸۲ زره افغانۍ اخیستل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP