اسعداباد (پژواک،۱۶کب،۱۴۰۳): د کونړ ولایت په منوره ولسوالۍ کې د خلکو په ۲،۲ میلیونه افغانی شخصي لګښت د یوه نړېدلي کیبلي پله د بیارغولو چارې پیل شوې.
دغه کیبلي پل چې منوره ولسوالي له مرکز اسعداباد سره نښلوي، د تېر امارت پرمهال جوړ شوی و چې ډیره برخه یې نړېدلې وه او تګ را تګ نه پرې کېده.
د منورې ولسوالۍ یوه قومي مشر مقام خان وویل، د یاد کیبلي پله د اساسي جوړیدو لپاره یې ۲،۲ میلیونه افغانی راټولې کړې چې نن یي عملي چارې پیل شوې.
هغه وویل:«زموږ خلکو په خپل شخصي لګښت د یاد پل جوړیدو ته ملا تړلې او په خپلو منځو کې مو د چندې په توګه ۲،۲ میلیونه افغانۍ راټولې کړي او نن مو د پله اساسي جوړونې چارې پېل کړې.»
د مرورې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی صالح محمد بیا وایي، د دغه پله په جوړېدو سره به د تګ راتګ په برخه کې د سیمې د زرګونو خلکو شته ستونزې هوارې شي.
هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې له ولس سره په دغه ټولګټې چاره کې مرسته او همکاري وکړي.
په همدې حال کې، د منورې ولسوال قاري ضیاالرحمن د خلکو دغه هڅه ستایي او زیاتوي چې حکومت به هم له عامو خلکو سره په دغه ولسي چاره کې مرسته وکړي.
هغه وویل:«خوشحاله یم چې ولس د خیر ښیګڼې په چاره کې یو موټی دی او نن یې په خپل شخصي لګښت د یوه نړېدلي پل د جوړولو چارې پېل کړې، موږ به هم هڅه وکړو چې له خلکو سره په دغه عامه کار کې مرسته او همکاري وکړو.»
د یادونې ده چې د منورې ولسوالۍ دغه کیبلې پل د اسلامي امارت د تېرې دورې پرمهال جوړ شوی و چې پر پلې تګ سربېره کوچنیو موټرو هم پرې تګ راتګ کاوه، خو له تیرو ۱۵ کلونو راهیسې یې ډیره برخه لمنځه تللې وه او له تګ او راتګ وتی وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP