ژبه

کونړ کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه نړېدلي پله د بیارغولو چارې پیل شوې

توسط قضافی مل

مارچ 6, 2025 - 4:55 pm

Views: 340

اسعداباد (پژواک،۱۶کب،۱۴۰۳): د کونړ ولایت په منوره ولسوالۍ کې د خلکو په ۲،۲ میلیونه افغانی شخصي لګښت د یوه نړېدلي کیبلي پله د بیارغولو چارې پیل شوې.

دغه کیبلي پل چې منوره ولسوالي له مرکز اسعداباد سره نښلوي، د تېر امارت پرمهال جوړ شوی و چې ډیره برخه یې نړېدلې وه او تګ را تګ نه پرې کېده.

د منورې ولسوالۍ یوه قومي مشر مقام خان وویل، د یاد کیبلي پله د اساسي جوړیدو لپاره یې ۲،۲ میلیونه افغانی راټولې کړې چې نن یي عملي چارې پیل شوې.

هغه وویل:«زموږ خلکو په خپل شخصي لګښت د یاد پل جوړیدو ته ملا تړلې او په خپلو منځو کې مو د چندې په توګه ۲،۲ میلیونه افغانۍ راټولې کړي او نن مو د پله اساسي جوړونې چارې پېل کړې.»

د مرورې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی صالح محمد بیا وایي، د دغه پله په جوړېدو سره به د تګ راتګ په برخه کې د سیمې د زرګونو خلکو شته ستونزې هوارې شي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې له ولس سره په دغه ټولګټې چاره کې مرسته او همکاري وکړي.

په همدې حال کې، د منورې ولسوال قاري ضیاالرحمن د خلکو دغه هڅه ستایي او زیاتوي چې حکومت به هم له عامو خلکو سره په دغه ولسي چاره کې مرسته وکړي.

هغه وویل:«خوشحاله یم چې ولس د خیر ښیګڼې په چاره کې یو موټی دی او نن یې په خپل شخصي لګښت د یوه نړېدلي پل د جوړولو چارې پېل کړې، موږ به هم هڅه وکړو چې له خلکو سره په دغه عامه کار کې مرسته او همکاري وکړو.»

د یادونې ده چې د منورې ولسوالۍ دغه کیبلې پل د اسلامي امارت د تېرې دورې پرمهال جوړ شوی و چې پر پلې تګ  سربېره کوچنیو موټرو هم پرې تګ راتګ کاوه، خو له تیرو ۱۵ کلونو راهیسې یې ډیره برخه لمنځه تللې وه او له تګ او راتګ وتی وو.