Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر دوام ټینګار وشو

کابل (پژواک، ۱۷ حوت ۱۴۰۳): د ټولګټو چارو وزارت سرپرست کابل کې د ازبکستان له سفیر سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو او سوداگریزې راکړې ورکړې پر دوام ټینګار کړی دی.

د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت سرپرست پر خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د ازبکستان له سفیر ایبک عثمانوف سره کتلي دي.

سرچینې لیکلي چې دواړه لوري د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اوږدمهاله تاریخي اقتصادي، سوداګریزو اړیکو او ریل‌پټلۍ په اړه غږېدلي دي.

منبع افزوده‌است که در این دیدار هر دو جانب در مورد ترمیمات خط آهن حیرتان – مزارشریف، انتقالات اموال تجاری میان دو کشور و مطالعات خط آهن بلخ – هرات بحث‌های مفصل نمودند.

سرچینې زیاته کړه چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د ترمیم او معیاري کولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې او د بلخ – هرات د رېل‌پټلۍ د مطالعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.